
شمال کې د طالبانو فعال حضور په څه معنی؟
شاهین آرین
د نويمي لسيزي په اوږدو کې د شر او فساد، ټوپکسالارۍ او زورواکۍ، ظلمونو او وحشتونو، غلاوو، غصبونو او پاټکونو په وړاندې د طالبانو حرکت او قيام په خارق العاده توګه ګړندی او چټک روان و، هر ډول لوی بندونه او ستر خنډونه به يې له ځان سره په مخه کول، د طالبانو پر ضد په شمال کې څو مفسد، غاصب، مغرض، فاجر او زورواکي عناصر د مختلفو هيوادونو د استخباراتي کړيو له لورې د شمالي ټلوالي په نامه سره راټول کړل شول، هغوی ټولو د جګړې لار نيولې وه، د طالبانو پر ضد يې بې بنسټه پروپاګندونه پيل کړي و، مذهبي، ژبني، سمتي او نور ډول ډول حساسيتونه يې راوپارول، خلک يې په يوه او بل نامه غولول، د طالبانو ضد جګړه کې يې درول او د طالبانو په وړاندې همدې جګړې ته يې د شمال د مقاومت نوم ورکړی و.
د امريکا له يرغل سره سم شمالي ټلوالي سربسته د امريکا چوپړ ته لستوڼي رابډوهل، له دې امله يې تل په ګوډاګي رژيم کابل اداره کې غوښنه برخه لاس ته کړې وه، د امريکايانو د اشغال په تيره توره شل کلنه دوره کې دې عناصرو داسې بشرضد او غير انساني جرمونه او جنايتونه بيا بيا تکرار کړل، چې ژبه يې په ويلو او قلم يې په ليکلو د شرم، درد او حسرت احساس کوي، تل يې خپلو شيطاني کړنو ته ملا تړلې وه، په شمال کې يې خلک د ژبي، سمت، مذهب او قوم په نومونو سره ويشل، د ولسونو ترمنځ يې د ژورو دښمنيو، نفرتونو، بدبختيو او ناامنيو تخمونه کرل، او هره ورځ د هيواد د تجزيې ناکامي هڅي يې کولې.
په دې وروستيو کې چې په مختلفو ولاياتو کې د طالبانو د ګړنديو او چټکو پرمختګونو شاهدان يو، پراخي سيمې او منطقې د طالبانو لاس ته لويدلي دي، د هيواد د سويل، ختيځ او لويديځ په څېر شمال هم د دې خوځنده حرکت مل دی آن کله کله شمال له سويل، ختيځ او لويديځ څخه په پرمختګ کې وړاندې هم وي، تر دې مهاله طالبانو په شمال کې لسګونه مهمي او ستراتيژيکي ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستلي دي، سلګونه عسکر ورته تسليم شوي دې، د دې تر څنګ په پراخه کچه پوځي تجهيزات، وسائل، وسائط، سپکې او درنې اسلحې يې لاس ته لويدلي دي.
په شمال کې د طالبانو د پراخو پرمختګونو سره طبعي ده، چې د شمالي ټلوالي جګړه مار او زورواکي پاته شوني به په غورځو پرځو راځي، د طالبانو سره د مقابلې او جګړې لاپي شاپي به وهي، د خلکو د غولوني لپاره به شعارونه پورته کوي، بسيج ملي او ملي پاڅون په نامه به خپل څو بېلار او معتاد اربکيان راټولوي، ګډ انځورونه به ورسره اخلي، يو ځل به بيامذهبي، ژبني او سمتي تفرقې او تعصوبونو ته د لار هوارولو اراده لري، د نورو هيوادونو د استخباراتي کړيو د خدمت او مزدورۍ لپاره به تازه پلونو جوړوي، هغوی ته به د بيا پروتوکولونه ورکولو سوچونه وهي، د ډول ډول ستونزو، تکليفونو، مشکلاتو، کړاوونو او دردونو سره د افغانانو د مخ کولو په فکر کې به وي، د افغانانو په معصومو وينو به يې خپل ناولي لاسونو وينځولو ته ځان تيار کړی وي، او د پرديو څخه به بیا د کريدت تر لاسه کولو خوبونه ويني.
خو په شمال کې د طالبانو وروستي پرمختګونه، د مهمو او ستراتيژيکو سيمو نيول په دې مانا دي، چې هغوی هلته فعال حضور موندلی دی، او په هغه سيمو کې يې پراخ نفوذ پيدا کړی دی، ورځ تر بلي يې واک او ځواک د زياتېدو په حال کې دی، په هر ولايت کې د سيمي د خلکو د پراخ ملاتړ تر څنګ د هغوی څخه د طالبانو صف ته جلب شوي افراد لري، چې په هيڅ قيمت د دې صف پريښولو ته تيار نه دي، د طالبانو سره په نظريه او ايډيالوژي کې ځان ګډ بولي، د دې ترڅنګ طالبانو ژبني، مذهبي، سمتي، او قومي تعصبونو هم له منځه وړي دي، چې په دې سره طالبان يوازې د دين مدافعين او د هيواد د ازادۍ اتلان دي او د هر ژبي، سمت او قوم خلک ورسره پيوستون ته ځان اماده کوي.
نو د شمالي ټلوالي د څو ايکسپائر شوو ټوپکمارو له لورې د بسيج ملي او ملي پاڅون غولوونکي شعارونه د طالبانو نفوذ ته په شمال کې هيڅ صدمه نشي رسولی، طالبان دا ځل د هغه سيمي د ولس له غيږي راپورته شوي دي، د دوو لسيزو په تېردو سره خلکو طالبان هم پيژندلي دي او د شمالي ټلوالي ټوپکماران هم پيژني، ولس له ټولو هغو غولوونکو شعارونو او نارو سره اشنا شوی دی، چې تل دغه مفسدو او مغرضو عناصرو د خپل مفاد او ګټې لپاره وهلي دي، نور د ټولو فريبګرې، چلبازې او دوکه کوونکي څيرې ښکاره شوي دي، نور به يې نه دغه شريف او نجيب ولس غولوونکې شعارونه بدرګه کړي او نه به يې ناجائز واک ومني.