افغانستان

د زابل میزانې ولسوالۍ سلګونه عسکر د طالبانو په بدرګه مرکز کلات ته انتقال شول

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د زابل ولایت په میزانې ولسوالۍ کې د ملي اردو د لویې قرارګاه عسکر له سختو نښتو وروسته تیره شپه له طالبانو سره د مذاکراتو پایله کې تخلیه شوې او هلته کلابند عسکر طالبانو تر مرکز کلات ښار پورې رسولي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، د میزانې ولسوالۍ مرکز او د پوځ سقوط شوې قرارګاه کې طالبانو په سلګونه میله درنې او سپکې وسلې او ګڼ شمېر ټانګونه او رینجر موټر په لاس ورغلي دي.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د زابل ولایت میزانې ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

دا په زابل کې نهمه ولسوالۍ ده چې د طالبانو لخوا نیول کیږي او دا مهال یوازې د شهرصفا ولسوالۍ او مرکز کلات د دولت په ولکې کې دي.

تردې وړاندې طالبانو د زابل ولایت ۱ـ دایچوپان، ۲ـ ارغنداب، ۳ـ نوبهار، ۴ـ اتغر، ۵ شینکۍ، ۶ـ شاه جوی، ۷ـ خاک افغان (کاکړان) او ۸ـ شملزو ولسوالۍ طالبانو نیولې وې، چې سلګونه عسکر ورته له وسلو سره تسلیم شوي وو.

باید وویل شي چې طالبانو د رون ۱۴۰۰ل کال په لومړیو درې میاشتو کې تردې دمه له ۱۲۰ زیاتې ولسوالۍ او سلګونه پوستې او پوځي مرکزونه نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
د راپور مطابق نیول شوی تجهیزات دتوپونه تانکونه موتری د شپی له خوا پاکستان فوج ته د طالیبانو له خوا سپارل کیږی 

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx