نړۍ

دبحرین لومړي وزیر: سعودی عرب ددغي جزیري اوټولو عربو لپاره ډال دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) دبحرین هیواد لومړي وزیر الامیرخلیفه بن سلمان آل خلیفه دسعودي عرب دملي ورځي په ویاړ دغونډي وبرخه والو ته وویل سعودي عرب دنوموړی دهیواد، ددغي جزیري اوپه تیره بیا دټولو عربو لپاره دډال حیثیت لري، نوموړي زیاته کړه دخادم الحرمین الشریفین ملک عبدالله بن العزیزترمدبرانه قیادت لاندی سعودي عرب نه یوازی په سیمیزه توګه بلکه په نړیواله سطحه یومقام اوعزت موندلي دي.

دسعودی عرب دملي ورځي دلمانځلو دمراسمو په ترڅ کی نوموړی وویل  خادم الحرمین الشریفین ښاغلي ملک عبدالله بن عبدالعزیز په سیمه کی دښه اوعاقلانه قیادت یوه نمونه اومثال دي، دده دمشرتابه په دوران کي سعودی عرب په  دي خطه کی یو نوی اوځلانده حیثیت موندلي په هرډګرکي مخ په وړاندی تللی دی، له لوی الله څخه ددغه غښتلی هیواد اوخلګو لپاره نوري بریاوی اولاس ته راوړني غواړم.

نوموړی دغونډی برخه والو ته وویل ملک عبدالله بن عبدالعزیز داسي یو شصیت دی چی ددواړو امتونو یعنی عربو اوټولو مسلمانو مشکلات یی پراوږو اخیستي دی، اوهمیشه بغیرله کومي ویري اوتردد څخه دحق په لوري دریدلي دي، نوموړی زیاړه کړه داچي سعودي عرب  دبحرین ډیرنژدی اوټینګ ملګري دي ورباندی فخرکوم، خلیفه بن سلمان په لوړ اواز سره وویل سعودی عرب دمسلمانانو سپر، دعربي اواسلامی نړي لپاره یوه قلعه ده.

دبحرین لومړي وزیر وړاندی وویل نن ورځ سعودی عرب په داسی حال کی خپله ملي ورځ لمانځی چی دژوند په هرډګر کی یی بي مثاله پرمختک اوترقی کړی دي، نوموړی زیاته کړه دسعودي عرب دپرمختګ اولوړوالي ترشا دخادم الحرمین شریفین مدبرانه اوعاقلانه قیادت وو چی هیواد یی نن په سمیزه اونړیواله توګه له هررنګه بریاوو څخه برخه من دی.خلیفه بن سلمان زیاته کړه داچي نن ورځ مونږدلته په سعودی کی دسعودی عرب دملي ورځی مراسم لمانځو دبحرین هیواد ټول وګړی دهیواد په داخل کي دارنګه دسعودی عرب دملي ورځي مراسم لمانځی لکه څنګه چی یی دلته سعودیان په سعودي کی لمانځی، دبحرین وګړی همیشه دسعودی عرب ښیرازي اونیکمرغی غواړي اوهمدارنګه سعودیان هم دبحرین لپاره ورته نظراوفکر لري، دسعودی عرب خوشحالي اوښیرازی دبحرین خوشحالي اوښیرازي ده اوهمدارنګه دبحرین ښیرازي اوخوشحالي دسعودي عرب ښیرازي اوخوشحالي ده.

دبحرین نوموړی وزیر چی دخپلو خبرو پرمهال یی وار وار دملک عبد الله بن عبدالعزیزپه ستاینه اوصفت باندی خپله ټوله وینا متمرکزکړی وه یوځل بیا وویل دسعودی عرب نه یواځی داچي په عربي نړي کي خاص مقام اوحیثیت لري بلکه په اسلامي اوغیراسلامی نړي کی ټول هیوادونه ورته داحترام په سترګه ګوري، نوموړي زیاته کړه داټوله دخادم الحرمین الشریفین ملک عبدالله بن عبدالعزیز هوښیارانه مشرتوب دي چی هیواد یی په هرډګر اوهره سیمه کی اودهرچاپه زړه کی یوخاص ځای لري.

خلیفه بن سلمان الخلیفه زیاته کړه خادم الحرمین الشریفین داسي یو شخص دي چي دژوند په ټولوامورو کی یی دهیواد دمؤسس خدای بښلي ملک عبدالعزیز بن عبدالرحمن السعود رحمت الله علیه په قدم قدم ایښي دي، اودهیواد په ټولو امورو کی یی دخدای بښلی ملک دسیاست لاره خپلي کړی ده.

بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x