نړۍ

اسراییلي سرچینې: حماس شاید د اسراییلي پوځي نیم جسد نیولی وي

 

نن ټکی آسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): تیره ورځ حماس اعلان وکړ چې دوی د اسراييلي پوځ سره په جګړه کې یو عسکر ژوندی نیولی او اوس له دوی سره بندي دی.

پر دې خبر باندي د اسرايیل له خوا لومړنۍ څرګندوني وايي چې کیدای شي حماس سره د دغه عسکر نیم جسد پاته وي او زیاتوي چې اسرايیلي پوځ له پرون راهیسې د یوه عسکر په نیم جسد په سي ګرځي خو تر اوسه یې نه دی موندلی او لا پلټنې روانې دي.

د اسرایيل ځینو خبري سرچینو الجزیرې ته د نوم نه څرګندولو په شرط ویلي، چې د ورک شوي عسکر د بدن ځیني غړي پوځ ته په لاس ورغلي؛ خو عسکر ورک دی او حکومت اجازه نه ورکوي چې دغه خبر رسنیو ته ورکړل شي او نه هم خپله څه تبصره کوي.

له پرون راهیسې د حماس ډلې اعلان کړی چي دوی یو اسراییلي عسکر چي اورون شاؤول نومیږي او د هغه د عسکري نمبر یې هم پر لیکه کړی، په جګړه کې نیولی، خو اسراییلي چارواکو څخه چې پوښتنه وشي، هغه بس همدومره وايي چي دوی په دې اړه تحقیقات کوي، او تر اوسه نه دي بشپړ شوي.

که څه هم اسراییل ځان یو دیموکرات دولت بولي او نړۍ ته داسي ښکاره کوي چې دوی د میډیا په ازادۍ او همداسي په دیموکراتیکو اصولو پوره باور لری؛ خو د شنونکو په قول په اسرايیل کې دننه ټولي رسنۍ، تلویزیونونه، مجلې، کتابونه او هر څه تر پوره کتنې وروسته نشریږي او هغه معلومات بیا په خاصه توګه پټ ساتل کیږي چې د اسراييلي عسکرو د مرګ ژوبلي په اړه څه ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
vesal

نصرمن الله وفتح القریب ما خواهانی سرنګون شدن تمام وحشی های اسراییلی هسیتم که صهیونست های ظلم و حیوان درسرزمین عرب نباشند ما این روز ها را از خداوند متعال خواهانم ………..ږخواهانم وهم خواهانم ممالک وحشی متجاوز مثل امریکا، انګلیس و امثلهم . از خداوندا لایزال خواهانم که برباد وشرمانده باشند . الهی به امید تو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x