ورزش

د شل اوریزو نړیوال جام له هند څخه عربي اماراتو ته انتقال شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کرکټ مشهورې ویبپاڼې «کریک انفو» ویلي چې د شل اوریزو سږکالنی نړیوال جام له هند څخه عربي اماراتو ته انتقال شو.

د کرک انفو سپورتي خبري ویبپاڼه باور لري چې د شل اوریزو کرکټ نړیوال جام به سږکال د اکتوبر په ۱۷مه نېټه په عربي اماراتو او عمان هېوادونو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ پېل شي چې پایلوبه به یې د نومبر په ۱۴مه نېټه ترسره شي.

د یادې رسنۍ په وینا، د کرکټ نړیوالې شورا رسمي ټورنمنټ به د هند غوره لیګ څخه دوه ورځې وروسته پېل شي، ټاکل شوې د هند غوره لیګ سیالۍ د سپتمبر له ۱۹مې تر اکتوبر ۱۵مې په عربي اماراتو کې ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا د هند له کرکټ بورډ څخه غوښتي وو چې د جون میاشتې تر پایه د شل اوریزو جام کوربه توب په اړه رسمي خبر ورکړي، چې ایا په هند کې ترسره کېدلی شي او که عربي اماراتو ته انتقال شي.

د کرک انفو د راپور له مخې، تر دې دمه د هند کرکټ بورډ په هند کې د شل اوریزو نړیوال جام کوربتوب ته هیڅ چمتو والی نه دی ښودلی، چې له کبله یې په عربي اماراتو کې پر پلان کار روان شوی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو نړیوال جام ځای ترسره کېدو په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

د ۱۶ لوبډلو ټورنمنټ به پر دوه ګروپونو وویشل شي، په لومړي پړاو کې به له هر ګروپ څخه دوه لوبډلې سوپر ۱۲ پړاو ته لار مومي، چیرته به چې څلور لوبډلې د سترو ۸ لوبډلو سره یوځای کیږي او سوپر ۱۲ پړاو پېلیږي.

په لومړي پړاو لوبډلو کې: بنګلدیش، سریلانکا، ایرلینډ، نیدرلینډ، سکاټلینډ، نمیبیا، عمان او پاپوا نیو جینیا لوبډلې شاملې دي، له دې څخه به څلور غوره لوبډلې بل پړاو ته لار مومي. د یادونې ده چې افغانستان کرکټ لوبډله د شل اوریزو د غوره لوبډلو په لیست کې شامله ده.

د شل اوریز سوپر ۱۲ پړاو کې به ۳۰ لوبې ترسره شي چې په ۲ ګروپونو ویشل کیږي او د اکتوبر له ۲۴مې پېل کیږي، ددغه پړاو سیالۍ به ټولې د عربي اماراتو په درې لوبغالو (دوبۍ، ابو ظبی او شارجه) کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې په هند کې د کرونا ویروس پراخ خپراوي د شل اوریزو نړیوال جام لپاره چمتو والی بشپړ اغیزمن کړ، که څه هم دغه هېواد کې د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پېښې مخ پر کمېدو دي خو هند ونشو کولی دغو سیالیو لپاره چمتو والی ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx