افغانستان

د سمنګان فیروز نخچیر ولسوالي هم طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): له اته ورځو مسلسلو نښتو وروسته نن سهار د سمنګانو ولایت فیروز نخچیر ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ولوېده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، د فیرزو نخچیر ولسوالۍ مرکز یې تیره شپه له سختو وروسته وروسته او دولتي ځواکونه له ولسوالۍ څخه په شاتمبولي دي.

نوموړی زیاتوي، په یادې ولسوالۍ کې یې له دولتي ځواکونو څخه ګڼ شمېر وسلې او په زیاته اندازه پوځي مهمات هم نیولي دي.

د سمنګان ولایت فیروز نخچیر ولسوالي وروسته له هغه د طالبانو لاس ته لویږي، چې تیره اونۍ ددې ولایت دره صوف بالا او پایین ولسوالۍ هم طالبانو نیولې وې.

د فیروز نخچیر ولسوالۍ څخه دولتي ځواکونه په داسې مهال «تېښته» کوي چې څلور ورځې وړاندې ددې ولایت د ملي امنیت رئیس سیدامیر شاه سادات په یوه احساساتي وینا کې پولیس او ټولو دولتي ځواکونو ته امر وکړ، چې په طالبانو باید «ظالمانه» بریدونه وکړي او آن د جګړې په ډګر کې د اسیر شوي طالب د وژلو قومانده یې ورکړه.

له دې ټولو سره ښکاري داسې چې دولتي ځواکونو جګړه ییز مورال بایللی او نور د طالبانو په وړاندې د جګړې توان نه لري، ځکه یوه په بلې پسې ولسوالي طالبانو ته پریږدي او په خپله مخه تښتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx