
امريكا د خپل سفارت د خوندیتوب لپاره ۶۵۰ عسکر په افغانستان کې پرېږدي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل):د اسې مهال چې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر اعلان کړی، په افغانستان کې خپله اوږده جګړه پای ته رسوي او د راتلونکې سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې خپل عسکر له افغانستانه وباسي؛ یو شمېر امریکایي امنیتي چارواکي وايي، دا هیواد هوډ لري د عسکرو تر ایستلو وروسته هم شپږ سوه پنځوس پوځيان د سفارت د خوندیتوب لپاره په افغانستان کې پرېږدي.
یوه امنیتي چارواکي اسوشیټيد پریس خبري اژانس ته ویلي، چې امریکا به په کابل کې د خپل سفارت او شته ډیپلوماټانو د خوندیتوب او د ډيپلوماټيک ماموریت د دوام په موخه شپږ سوه پنځوس عسکر د سپتمبر تر یوولسمې وروسته هم په افغانستان کې وساتي.
د سرچینې له قوله، په راتلونکو دوو اوونیو کې به د عسکرو د ایستلو پروسې یوه ستره برخه بشپړه شي، خو سلګونه نور عسکر به هم د سپتمبر تر میاشتې په کابل هوایي ډګر کې پاتې شي، تر څو له ترکي عسکر سره ددې هوایي میدان د امنیت په خوندیتابه کې مرسته وکړي.
سلګونه امریکایي عسکر داسې مهال د امریکایي سفارت د خوندیتوب لپاره په کابل کې دیره کېږي، چې طالبان وايي، د سفارتونو د ساتونکو او په بل هر نامه باندې د عسکرو شتون ورته د منلو وړ نه دی او که یو بهرنی عسکر په افغانستان کې پاتې شي، بیا به یې هم دوی په وړاندې ودرېږي.
هیڅ یو بهرنۍ اشغالګر او خبیث عسکر زموږ په پاکه خاوره د منلو ندی او که چیری کوم یو پاتی شو نو ورسره د داسی چلند وشی لکه د مکناټن سره افغانانو وکړ