
غزه: پنځه نور اسراییلي پوځیان وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، چنګاښ ۳۰مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم نن ورځ اسرايیلي سرچینو د پنځه تنه عسکرو وژل کیدل تایید کړي دي؛ خو په غزه کې د حماس د ډلي عسکري څانګي «عز الدین القسام» ویلي چې دوی لږ تر لږه ۲۶ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او د هغوی یو شمېر نظامي وسایط یې تخریب کړي او په ورته وخت کې يې د تل ابیب او قدس په لور توغندي توغولي.
د دښمن د دفاعي خط شاته خپل عسکر لیږل د فلسطیني مجاهدینو یو نوی تکتیک دی چې اسراییل یې وارخطا کړي او تر دې مهاله یې په لسګونو عسکر له لاسه ورکړي.
د اسراییل پوځي کارپوهانو او پخوانیو افسرانو خپل پوځ ته دا یو ډېر لوی ګوزار او درنه څپېړه بللې، چې له کبله یې د غزې مجاهدین توانېدلي د اسراییل پوځ امکانات له ګواښ سره مخ کړي او د هغوی په پرمختګ کې خنډ وګرځي.
د کتائب عزالدین قسام ډلي په خپل رسمي بیان کې ویلي چې دوی نن هم په دې توانېدلي چې د دښمن د دفاعي خط تر شا ځان ورسوي او له هغه ځایه پر هغوی بریدونه وکړي، چې له کبله یې دښمن ته درانه تلفات اوښتي او په لسګونو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اوښتې.
نصرمن الله وفتح القریب ما خواهانی سرنګون شدن تمام وحشی های اسراییلی هسیتم که صهیونست های ظلم و حیوان درسرزمین عرب نباشند ما این روز ها را از خداوند متعال خواهانم ………..ږخواهانم وهم خواهانم ممالک وحشی متجاوز مثل امریکا، انګلیس و امثلهم . از خداوندا لایزال خواهانم که برباد وشرمانده باشند . الهی به امید تو
الهی خدایه شکر چی اسراییلی وحشی ځناور او دانسان په شکل کی فوځیان نن دماتم په حالت کی وینم خدایه دوی په داسی حال له تا څخه غواړم چی د اوښکو پرځای ددوی وینی او غوښی داسی روانی شی لکه دفلسطینان دمظلومو ماشومانو ژړاووی او ناری چی وهلی به یی وی او یو لوی خدای به اوریدلی وی .