افغانستان

پاکستان: موږ امریکا ته اډې نه ورکوو، طالبان دې له افغانستانه پاکستان ته د پېښو ګواښونو مخه ونیسي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه په وتلو پيل کړی او راتلونکو څو میاشتو کې ښايي په بشپړ ډول ووځي، پاکستان وایي، امریکا ته هیڅ ډول اډې نه ورکوي او تمه لري، چې طالبان به هم د افغانستان له لوري پاکستان ته پېښ ګواښونه له منځه یوسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر «شیخ رشید» په اسلام اباد کې رسنیو ته د خبرو په مهال ویلي، چې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» په څرګند ډول امریکا ته د افغانستان د ولس خلاف د اډو ورکولو مخالفت کړی او اوس پاکستان له طالبانو تمه لري، چې له افغانستانه پاکستان ته متوجې ګواښونه له منځه یوسي.

دده په خبره «عمران خان دا ستره پریکړه کړې چې موږ امریکایانو ته د افغان ولس خلاف د پاکستان د خاورې د کارولو هيڅ ډول اجازه نه ورکوو، اوس موږ له طالبانو هم داسې تمه لرو، چې هغوی دې پاکستاني طالبان او نور خلک داسې کارونو ته نه پرېږدي، چې له امله یې د پاکستانیانو ځان او مال ته خطر متوجې کېږي.»

د رشید له قوله، پاکستان ته په غیرقانوني لارو د را اوښتونکو کسانو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر «پوله» د اغزن سیم غځولو چارې روانې کړي دي او نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.

پاکستان داسې مهال له افغانستانه د ور پېښو ګواښونو د له منځه وړلو تمه لري، چې له افغانستانه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ تر نیمایي زیاته بشپړه شوې او راتلونکو څو میاشتو کې ښايي د بهرنیانو نظامي حضور پای ته ورسېږي.

امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو د لړۍ له پیلېدو سره په یو وخت هڅه وکړه، په منځنۍ اسیا په ځانګړي ډول په پاکستان کې نظامي اډه ومومي؛ خو پاکستاني حکومت یې دا وړاندیز  رد کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د مستعمره هند له لوی وچی د مستعمری حالت بدل شو، یعنی د انګریزی لوی چارواکی په نوی هند او نوی پاکستان کی به تش نامه هندوانو لکه ګاندی او ټیمونه یی او تش په نامه مسلمانان لکه جناح او داسی نور غلام چارواکی کړل کوم چه لندن کی زیږیدلی، او غلامان روزل شوی او لوی شوی دی. په دغو غلامانو کی هم درجی لری چه ځینو یی بکی لکه ضیاع الحق هڅه وکړه چه د غلامی خلاف څه تر سره کړی هغه یی په شهادت ورسولو دوهم کس چه څه نا څه خپلواک دی یا تر ډیری کچی د… نور لوستل »

دوکتور غروال

د پنجابی پاکستان اوسنۍ مشر عمران خان د پنجابی پاکستانی عسکری او مضری جاسوسی دستګاه په زور قدرت ته رارسیدلۍ دی ، د پنجابی پاکستان اوسنی تبلیغات د افغانستان غلامی اداری سره دمثبتو ارتباطو په هکله د فریبی او فتنی تبلیغات دی او غواړی چی د امریکا او انګلیس پالیسی په اساس د ترکیی دروغګوی فریبکاره مسلمان اردوغان سره د کابل میدان هوائي میدان ساتنی لپاره زمینه برابره کړی ، داچی امریکا او انګلیس د کابل غلامانو ( ځکه دوی د نورو مملکو جاسوسان هم دی ) باندی پورهاطمنان نلری !!!! ډیر افسوس دی چی د الحاج او استاد لقبونو… نور لوستل »

مجاهد

د شیخ راشد دا خبره چه موږ امریکایانو ته بیسونه نه ورکوی مګر طالبان دی هم پاکستان ته د ګواښونو مخه ونیسی ډیره د بی غیرتی خبره ده پاکستان په شروع کی لا امریکایانو ته هدی ورکړی وی چه ۵ زره پروازونه او بمبارد له پاکستانه ترسره کیدلو په زرونو او لکونو افغانان د غلامو پاکستاتو به واسطه په شهادت ورسیدل. د شلو کالو په اوږدو کی امریکا او ناتو نوی سلنه اکمالات د پاکستان له خوا کیدلی، هغه وخت یی د دی غم ولی نه کولو چه همدغه خوارکو طالبانو ته به یوه ورځ اړشو. د پاکستان حکومت د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x