افغانستان

ملي امنيت رياست: د خپرندويه ټولنې د مشر سربېره د پنځو وژل شوو کسانو د پېښې پلټنه کوو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل حکومت د ملي امنيت اړوند صفر يو قعطې عسکرو وړمه شپه د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د ميوند خپرندويه ټولنې د مشر سربېره پنځه تنه وژلي وو او اوس د ملي امنيت رياست وايي، د يادې پېښې پلټنه به وکړي.

تېره ورځ د سيمې سلګونو خلکو د پېښې پر خلاف مظاهره وکړه او د ملي امنيت رياست د عسکرو له لوري وژل شوي کسان يې ملکيان بللي وو.

په وژل شوو کسانو کې د ميوند خپرندويه ټولنې مشر نصير عبدالرحمن هم شامل دی، چې له تېرو نږدې ۳۴ کلونو راهيسې د کتاب او مطبوعاتو په برخه کې کار کړی و او په ټولنه کې د علم او فرهنګ د خپروونکي په توګه پېژندل شوی و.

د سيمې مخورو، قومي مشرانو او د ولسي جرګې يو شمېر غړو هم ويلي، چې د ملي امنيت اړوند صفر يو قطعې په ده سبز ولسوالۍ کې د نصیر عبدالرحمن په شمول پنځه ملکيان وژلي دي، چې له هېڅ وسله‌والې ډلې سره يې تړاو نه درلود.

د ملي امنيت رياست له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه عمليات د صفر يو قطعې عسکرو کړي دي او دوی د پېښې په تړاو د معلوماتو راټولولو او عملياتو تر سره کولو په اړه پلټنې پيل کړي دي.

په ټولنيزو رسنيو کې هم فعالانو او د  قلم خاوندانو د نصیر عبدالرحمن په وژنه ژوره خواشيني ښوولې او د حکومتي عسکرو له لوري د داسې فرهنګي شخصيتونو وژنه يې له علم، قلم او فرهنګ سره دښمني بللې ده.

د يادونې وړ ده، چې د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په ګڼو برخو کې په شپنه‌نيزو عملياتو، هوايي او ځمکنيو بریدونو کې د ملکيانو د وژنې پېښې له تېرو څو کلونو راهيسې رامنځته کيږي او په ځينو سيمو کې د ولسي غبرګونونو د راپورته کېدو پر مهال حکومت د څېړنو ژمنې کوي، خو تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې، چې د ملکي وژنې عاملين دې مجازات شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

ملي امنیت اوس هم دا فکر کوي چي د اشخاصو په وژلو سره خپله ماته په بریا بدلولای سي. د دوئ منصوبین اصلاً مسلکي خلګ نه دي او نه هم د روانو شرایطو د مسلکي څیړني ظرفیت پکښي سته. د په نړۍ کي د بابا آدمه تر دې دمه دا اصل موجود دی چي یو ځل د یوې واکمني مرجع اعتبار په ټولنه کي رسوا سي نو د ټولني ټول مقتدر ځواکونه هڅه کوي چي د ولسونو سره په هم آهنګي د مطلق انقلاب د لاري نوې واکمنه مرجع رامنځته کوي. دا هغه مرحله ده چي د ټولني ټول عاقل… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx