
ترکيه: مصر زموږ ستر سوداګریز شریک دی او ښې اړيکې ورسره اړينې دي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): ترکيه وايي، له مصر سره يې اړيکې ډېرې مهمې او حياتي ارزښت لري او مصر په افريقا کې د ترکيې لپاره ستر سوداګريز شريک دی.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند تانګو بيلجيک ويلي: «د سيمې امنيت او ثبات لپاره د ترکيې او مصر اړيکې اړينې دي او مصر زموږ لپاره په افریقا کې ستر سوداګريز شريک دی.»
نوموړي زياته کړې، چې ترکيه يو ځل بيا غواړي، له مصر سره خپلو ګډو تاريخي او کلتوري اړيکو ته دوام ورکړي او دوی هوډ کړی، چې د دواړو هېوادونو د پارلمانونو په کچه د دوستۍ يوه ډله جوړه کړي.

د تانګو بيلجيک په وينا د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سادات اونال په تېره مې مياشت کې قاهرې ته سفر کړی و.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د وياند په وينا هېواد يې غواړي، چې له مصر سره مشترکو ټکو ته پاملرنه وکړي او په سيمهييزه کچه دوه اړخيزې اړيکې ورسره نورې هم غښتلې کړي.
د ۲۰۱۳ کال په جولای کې په مصر کې پر منتخب ولسمشر محمد مرسي له پوځي کودتا وروسته د مصر او ترکيې ډيپلوماټيکې اړيکې ترينګلې شوې وې، خو له تېرې لنډې مودې راهيسې دغه اړيکې بېرته په ښه کېدو دي.
د لیبيا جګړې او د بحر متوسط په ختيځ کې د طبيعي غازو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ دغه اړيکې نورې هم ترينګلې شوې وې.

د ترکيې حکومت په ۲۰۱۳ کال کې پر لومړي منتخب ولسمشر محمد مرسي د پوځ د هغه مهال د مشر جنرال عبدالفتاح سيسي له لوري له کودتا سره مخالفت کړی و، خو د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې او اقتصادي اړيکې په طبيعي شکل روانې وې.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير مولود چاوېش اوغلو په تېر اپرېل مياشت کې ويلي و، چې مصر او ترکيې د استخباراتي ادارو په مرسته د بهرنيو چارو وزیرانو په کچه د اړيکو په پيلولو هوکړه کړې ده.
ښاغلي اوغلو زياته کړې، ځينې وخت په ډيپلوماټيکو او سياسي اړيکو کې ستونزې رامنځته کيږي، خو د ښه نيت له امله دغه اړيکې بېرته تر پخوا هم ښې کېدای شي.
د مصر د بهرنيو چارو وزیر سامح شکري د خپل ترکي سيال د څرګندونو په اړه له مصري ټلويزون سره د خبرو پر مهال د مولود چاوېش اوغلو د څرګندونو هرکلی کړی، خو زياته کړې يې ده، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو ښهوالی پر ځينو شرطونو ولاړ دی.

د سامح شکري په وينا که ترکيه غواړي، له مصر سره خپلې اړيکې ښې کړي، نو دا اړيکې بايد په دوه اړخيز درناوي او یو د بل په چارو کې په نه لاسوهونې ولاړې وې.
ړ قران حیرانونکی منافق بلبل خو د السیسی په کودتا د تر کیی د مسلمانانو د خطاایستنی د پاره د منافقت اوښکی تویولی په ځانګړی ډول کله چه مرسی په شهادت ورسید ، هغه هم صرف د خولی لاپی وی او اوس ورسره تجارتی اړیکی مهمی ټینګوی تجارتی اړیکی تر اسلامی ورورولی هم ډیر اهمیت لری ؟ اردګان د ترکانو د پاره بل مصطفی کمال او د انګریزانو سپی دی مسلمانان خطا باسی
الله په قرآنکریم کی فرمایی : زه خپلوبندګانوته ګورم داسی معلومیږی چه داردوان هم آخره ده ،خیراوشردالله له جانبه دۍ اوردوان آخرنجس وخاتۍ
افغانستان رښتیا چي د اولیاوو خاوره ده، هر منافق چي ګام پکښي کښیږدي، د بزرګي لباده یې د بدن څخه وښوییږي او مکروه شیطاني څهره یې بربنډه سي.
الرابعه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ اردوغانه، ایه څه اپلتي دي شروع کړي دي؟