
د میدان وردګو چک او د بلخ شورتپه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي
نن ټکی اسیا (يکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کابل په ګاونډ کې د میدان ورګو ولایت چک اود هیواد په شمال کې د بلخ ولایت شورتپه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.
د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي، چې تېره شپه د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومنداني او ورسره تړلي نور ټول دولتي تاسیسات د طالب جنګیالیو لاس ته لوېدلې دي او پراخه وسله او مهمات ترلاسه شوي.
د مجاهد په خبره، ددې ولسوالۍ امنیه قومندان په جګړه کې وژل شوی او نهه دیرش تنه عسکر نور ژوندي نیول شوي دي.
#الفتح:
مهم: تیره شپه د میدان وردګو چک ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، داستخباراتو مرکز اوټول ملحقات له دښمن څخه تصفیه او دمجاهدینو په کنترول کې شول.
د استخباراتو مدیر، چې یو وحشي کس و، په جګړه کې و وژل شو، ۳۹ عسکر ژوندي ونیول شول، ډيره وسله، وسائط او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 27, 2021
نوموړي ددې تر څنګ په یو بل ټویټ کې د بلخ ولایت د شورتپې ولسوالۍ د مرکزي ودانۍ، د استخباراتو د مرکز او ورسره تړلو تاسیساتو د نیول کېدو خبر ورکړی.
مجاهد ویلي، چې یاده ولسوالي اوس په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې ده.
#الفتح:
تازه خبر: نن سهار د بلخ ولایت شورتپې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز او ټول ملحقات د مزدور دښمن له وجود څخه پاک او په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شول.
ډيره وسله، وسائط او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 27, 2021
که څه هم چارواکو تر دې دمه دپورتنیو دوو ولسوالیو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو وړمه ورځ د بلخ پخوانی والي «عطاء محمد نور» له خپل زوی «طارق نور» او سلګونو نورو غیرمسئولو وسله والو سره شورتپې ولسوالۍ ته تللی و او ادعاء یې کړې وه، چې طالبان یې له یادې ولسوالي ایستلي دي.
الحمدلله …