افغانستان

طالبانو په غزني کې د دولتي عسکرو لخوا د «طالب جسدونو» سوځول غیر انساني عمل بللی/ ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو لخوا د طالبانو د جسدونو د سوځولو او سپکاوي په غبرګون کې طالبانو دا عمل په کلکه غندلی او د دولتي عسکرو د «وارخطايي» انتها یې بللې ده.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي په یو ټویټ کې ددې پېښې د غندلو ترڅنګ داسې لیکلي: «همدا زموږ اودښمن ترمنځ تفاوت دی، چې دوی دکمزورۍ او وارخطايي په اوج کې له انساني دايرې هم وځي او وحشیانه کړنوته لاس اچوي، خو موږ يې ډلې ډلې عسکر ژوندي کورونو ته لیږو.»

څه موده وړاندې هم د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دولتي عسکرو دوه تنه د مدرسې طالب علمان د سپرلۍ له موټره ښکته کړي وو، له دوه میاشتني بند وروسته یې په عام بازار کې په «خورا قساوت» سره وژلي وو.

په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې څو تنه عسکر د طالبانو جسدونو ته د سپکاوي په حال کې لیدل کیږي.

باید وویل شي چې دولتي عسکرو تردې وړاندې هم د غزني په ګډون د هېواد په مختلفو سیمو کې د طالبانو جسدونو ته سپکاوی کړی، د کومې له امله چې د طالبانو انتقامي بریدونه زیات شوي دي.

په خواله رسنیو کې ګڼو طالب فعالانو له طالب مشرانو ددې پېښې د څېړلو او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

تراوسه دا څرګنده نه ده چې د طالبانو نظامي قومندانان به ددې پېښې عاملینو په خلاف اقدامات ترسره کړي او که څرنګه؟ خو تردې وړاندې طالبان ګڼ هغه دولتي عسکر او قومندانان د خپلو بریدونو هدف ګرځولي چې د طالبانو جسدونو ته یې سپکاوی کړی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

14 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Pattang

مسلمانان ،عیسویان ،یهود او نور ادیان د مړو احترام کوي خو دفاسدې ادارې فاسد روزل شوي عساکر او دالري مذدوران هیڅ دین نلري دوی بې دینه وحشي انسانان دي چې مړیو ته سپکاوی کوي او دالري بی غیرته خوارج مذدوران دي طالبانو شل کاله د امریکایې وحشیانو په مقابل کې جنګ وکه او ماتې یې ورکړه ، مذدوره اردو او قومي نفرتداره باید پوه شي چې د اسلامي قوانینو خلاف کارونه به کلکه جزا ولري !!

تور سپین

ددى مجاهدينو دى الله ربالعزت شهادت قبول کړى. او دا کسان په دى نا انسانى عمل باندى افتخار کوى. مګر الله پاک ډير عادل ذات دى. امکان يى شته چه دغه کثيف اربکيان به ډير ژر و پيژندل سى او شرعى حدود به ورباندى جارى سى. انتقام ډير خوږ دى. مګر شرعى حدود تر هر څه پر ځاى کار دى. مګر دمات غاښ جواب مات غاښ دى. الله پاک دى دغه امريکايى مليشه سپيره کړه.

دوکتور غروال

دا تش په نامه اربکیان په واقعیت کښی د شورای نظار ، دوستم ، محقق او نورو تنظیمونو وحشیان دی او هڅی کښی دی چی ملت د طالب پر نام ووژنی ، دا وحشیان په خدای پاک ایمان نلری او دوی ته مسلمانی یوازی تجارت دی دوی اسلامی شعار د تنظیمو لپاره د پنجابی پاکستان او امریکا تر هدایت د ځانو کړیدی او طالبان ددوی په شان عینآ د اسلام چیغی وهی اما ددوی وحشی اعمال د اسلام پر ضد دی او ددی قاتلینو په شان دوی هم ملت وژنی او دواړه وحشی قاتلی خواوی خپلو مینځو کښی هیڅکله نه… نور لوستل »

Pattang

کریم جانه زوړ شوی یې حافظه نلرې هرڅومره چې نصیحت درته کوم بیا د هم خپلې ## نه هیریږي او په فکر پکښې وهې !! بیله طالبه بله لاره نلري دا ټوله مردارې خو ستا له همایوني څخه شروع کیږي چې ۴۰ کاله یې چرس ووهل او اخر بیا په ایطالیا کې مهاجر شه ! لږ فکر وکړه !!!

دوکتور غروال

پتنګ جانه ، د ستا فریبی او بیهوده بابولانی د کابل غلامان هم وهی او د تاسو په شان ادعا کوی چی غیر له دوی څخه په افغانستان کښی د حکومتداری بله لاره ندی موجوده ، د تاسو دواړو خواو وحشت او د بی سوادی او غلامی اعمال ملت او جهان ته ډیر ښه روښانه دی او همدا طالبانو د فریبی لپاره ځانونه ملت ته د ظاهرشاه لښکر باندی او د تنظیمونو څخه د سلاح جمع کولو باندی تبلیغ ئی دفریبی لپاره کول ( چی د هغه وخت د مونږ د سلاح جمع کولو پروګرام د سی آي اي تر… نور لوستل »

کامران

ځناور دي انساني کرامت به څه وپیژني؟

سیدحمیدالله عصمت

هغه عام متل دی هر څه چې تر حد تېر شي رسوا کېږي. هرڅوک چې د شریعت محمدی له حده تیروتنه کوي حتما به رسوا او پایله به یې منفي او د منلو وړ نه وي. انسان ډېر غوره او اشرف مخلوق دی دده سره ناجایزه د الله ج د قهر او غضب سبب کېږي. د جګړې دواړه لوري باید انساني کرامت ته په کتو سره له اسیرانو سره باید ښه چلند وکړي. والعاقبت للمتقین.

ملا جانان

یارانو احساساتي کیږئ مه. دلته سوال دا دی چي په اوسنیو شرایطو کي د شورا نظار، جنبش، حزب وحدت، جمیعت او پخواني پښتانه خلقیان (کافران) په اوسنیو شرایطو کي دومره جرائت څنګه کوي. حتماً د طالبانو په رهبري او صفوفو کي دوئ خواخوږي لري او داسي جرایم په یوه جرائت کوي چي د دوئ څخه به هیڅ کله پوښتنه ګردیږنه نه کیږي. خدای خو دوئ نه مني چي د اخیرت د حساب څخه وویریږي. تر کومه پوري چي زموږ اندازه ده په طالبانو کي دا ظرفیت سته چي د دې کار عاملین احمد او محمود پیدا کړي، او په سخته… نور لوستل »

محمد صالح

په دې اړه دي هو ولسي تحقیق وسي چي داسي نه وي د طالبانو د صفوفو ځینو احمقو مشرانو دا پروژه دولتي اربکیانو ته ورکړې وي چي حکومت د بدنامولو لپاره دا کار وکړئ. موږ به دا تحریک لپاره ستاسو خدمت شمار کړو. اسلامي تحریک نیک نامه دی او د کابل اداره بدنامه ده. د هغه د نور بدنامولو جعلي هڅي بیرته د تحریک په زیان تمامیدای سي. ځکه چي اولس اس ویښ دی. احمقان دي د خپلو حماقتونو څخه لاس واخلي.

تور سپین

صالح ډير ناصالح يې. دا تعنه نو غنى خيلو ته مه ور کوه. ارګ نشينه دا چانس چاته نه پريږدى چه داسى خصيص او د انسانى کرامته ليرى کار دى بل څوک وکى. ددى کار استادان ستا همنامه لکه ناصالح د مسعود بچه ب…..، سراج او نور زاړه کونه پيخه خادستان او د موډى مرده سوزان ټوله کابل کى دى. تيره تبصره کى دى هم څه ډير پروړ په چهار ښاخه کى اخسته وه. د زاړه وزير د زراعت واصيفۍ په حصه کى…. کويټه، هوټل او د پاټکو ليرى کولو په حصه کى.

محمد صالح

ملګرې نوم دي تور سپین دی یعني دا خوښوې چي توري خبري سپیني کړو، بیا ولي زما په خبره دومره وخښمیدلې. ما خو دا نه دي ویلي چي طالبانو به دا کار کړی وي. ما خو تنها د طالبانو په صفوفو کي د خاینانو پر موجودیت اندیښنه ښولې ده. دا دوهمه مرموزه پیښه ده چي په غزني کي کیږي. یو څو میاشتي وړاندي د ۳۰۳ موټر څخه یوه ښځینه مسافره راکښته او جنسي تیری پر وسو. طالبانو د پیښي عامل ونیوی خو د سزا په اړه یې هیڅ خبر نسته. ګیلان خو هم د غزي یوه ولسوالي ده که نه؟… نور لوستل »

تور سپین

ستا د معلوماتو د پاره هغه د زنانو او هزاره ګانوتښتوونکى باندى اسلامى حدود جارى او اعدام سول( اميرخان متقى کيجران که غونډى ته وويل) الاماره . بل عسويان داچى د قبرو ځايونه ګران سوى دى 60% مړى سوځول کيږى. يوه د ملا محمد عمر مرکه مى د bbcسره په ياد سول. پو ښتنه داسى وه. ملا صاحب طالبان هم اوس غلا کوى. جواب طالبان هيڅکله غلا نه کوى بلکه غله طالبان سوى دى. مطلب يى دا وو. چه بعضى منافيقين به خامخا د طالبانو په جامه کى ننوتلى وى او غلاوى کوى. الله پاک دى اول مونږ ته دنيکى… نور لوستل »

جلال

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

ذلیلان او رذیلان څنګه خپل ذلت او رذالت ثابت کړي؟

مجاهد

حق او یا ناحقه جنګ کی خلک له یوه اړخه یا دواړو اړخو کله زخمی او کله وژل کیږی انسانی او اسلامی قوانین دا ایجابوی چه زخمیان د بندیخانی وخت کی هم تداوی او وژل شوی په ښه عزت خاورو ته وسباری . مګر دغه غلامان چه د کفارو بادارانو د پاره مقابل اړخ ( طالب مجاهدین ) وژنی وژل شوی کس هیڅ زور نه لری بی حال پروت وی د هغه بی عزتی د هغو بی عزت کونکو بی عزتی ده دا د دوی اخری کچی بیغیرتی، غلامی او بیسوادی په ډاګه کوی په داسی حال کی چه مشر… نور لوستل »

Back to top button
14
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx