افغانستان

معتصم اغاجان: افغان ځواکونه د نړیوالې ټولنې په مرسته ورځ تر بلې ځواکمنېږي

نن ټکی اسیا (سې شنبه، چنګاښ ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): پخوانی طالب او د سولې عالي شورا نژدې همکار، ملا معتصم اغاجان ډاډه دی، چې افغان ملي ځواکونه د نړیوالې ټولنې په مرسته ورځ تر بلې ځواکمنېږي.

اغاجان چې طالبانو له خپلو لیکو رسماً شړلی، وايي، افغان ځواکونه قوي دي او د ناټو له وتلو وروسته به طالبان ونه شي کولای چې د هېواد اداره په خپل لاس کې ونیسي.

معتصم فکر کوي، چې طالبان به نور پخوانی پراخ ولسي ملاتړ ونه لري.
ښاغلی اغاجان چې د سولې عالي شورا سره نژدې همکاري لري، پر طالبانو غږ کوي، چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کېني.

سره له دې چې د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خبرابېږي، د طالبانو پخوانۍ چيريکي جګړې په جبهه يي اوښتي، د نظامي کارپوهانو ترمنځ یې دا وېره خپره کړې، چې شاید د عراق سناریو دلته هم تکرار شي او طالبان د بهرنیانو له وتلو ژر وروسته واک ته ورسېږي، معتصم وايي، چې طالبانو ولسي ملاتړ له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستانۍ «پاکستان» ورځپاڼې هم د معتصم اغاجان له خولې لیکلي، چې معتصم د پاکستان پر ضد د پاکستاني طالبانو جګړه «غیراسلامي» بولي. معتصم ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې سره خبرو کې وايي، چې د دغسې جګړو په وجه بهرنۍ نړۍ موږ «وروسته پاتې» قوم ګڼي.

معتصم اغاجان افغان طالبانو له خپلو لیکو شړلی اعلان کړی او په دې اړه یې رسماً اعلامیه هم خپره کړې وه. معتصم له هغې وروسته د افغانستان د سولې عالي شورا سره له نژدې همکاري لري او په کابل، ترکیه او متحده عربي اماراتو کې د سولې پروژه پرمخ بیايي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

دمعتصم خان نه يوه غوښتنه . داچي داديارلس كاله دافغانستان اسلامي امارت دالله ج په لورينه اود ولس په ملاتړدنړئ كفري زبرځواك په گونډواودتښتيدولاري گودري لټوي چي ستا اوستاپه څيرنور زرخريده انسانانونه يي هم لوډيسفيكرجوړكړي سربيره پردي چي دنړئ ټوله ميډيا يي په واك كي ده چي داستاپه څيرخلك پكي داسي ښكاري لكه مچ چي په گنده گئ كي ولويږي دابه دي بياهم هوښيارتوب وي چي دخپلي تلتكي سره پښي وغزي اوكه چيرته د ډالروباران درباندي شوي وي ضروربه وي نوبياورته سمه نيكټايي ،سوټ،پپښه،خريلي ږيره اوغوړويښتان برابركړه چي دنورولارډيانوسره سيال شي اوكه نه اوس هم ډيرناوخته نه دي دگناه پيټي… نور لوستل »

Rahim popal

که اغاجان د سلحی له پاره کار کوی. نو بیا ولی وایی چه یوه خوا زوره وره اوبله کم زوره کیږی. دا خو د سلحی مخالف یو عمل دی.

غوربندي

معتصم اغاجان صیب تاسو ته سلام او احترام روژې مو خدای قبولې کړه زما درته د وروری توصیه ده چې په اعتکاف کې کېنه او د سولې د شوری د لاس آله مه جوړیژه تاسو د داسی یو مزدور حکومت سره طالبان خبرو ته رابولی چی هغوی نه یوازی دا چی طالبان نه تسلیموي بلکه د ژوند کولو په حق هم نه دي ورته قایل که همدا اوس اوس د طالب تهدید نه وي نو قسم په خداوند متعال چی ستا نه ستا د تیر هغه وخت په ګناه چی له اسلامي امارت سره مو تیر کړی ده پوست (څرمن)… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x