افغانستان

حکومت پلوه ملیشو په تخار کې یو ستر پل ویجاړ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې حکومت پلوه ملیشو د دوو سترو کلیو نښلوونکی پل د طالبانو د راتګ له وېرې ویجاړ کړی.

ځایي خبریال حبیب عزیزي وایي، دغه پنځوس متره پل د رستاق ولسوالۍ په تابه تاش نومي سیمه کې واقع و، چې د یادې ولسوالۍ دوه ستر کلي یې سره نښلول.

د عزیز په خبره، د پاڅون کوونکو تر نامه لاندې نامسئولو وسله والو دا پل د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه نړولی چې له امله یې د رستاق ولسوالۍ د دوو سترو کلیو تر منځ د تګ راتګ لار تړل شوې.

https://twitter.com/HabibAzizi_02/status/1409014102350041094?s=19

که څه هم تر دې دمه ځایي امنیتي مسئولینو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبان وایي، یاده ولسوالي يې په بشپړ ډول له عسکرو تصفیه کړې او حکومتي ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د طالبانو له پوځي پرمختګونو سره هم مهاله حکومت په ولایتونو کې ګڼ شمېر ځایي خلک وسله وال کړي چې د فعالیت د څرنګوالي په اړه یې اندیښنې موجودې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

ای ظالمانو خدا مو خوار کره، دواره طرفه ملامت یاست خپل دخپله خو سره وژنی، دا ملی شتمنی خو مه ورانوی.

محمد صالح

دلته خبره د ملامت او سلامت نه ده خبره د صلحي ده. د افغان ولس دریځ په دې اړه واضح دی. لمړی یې د دواړو خواوو تر منځ د صلحي هڅي وکړې. کله چي د صلحي هڅي ناکامه سوې اوس ولس د خپل نجات یوازینۍ لاره دا ویني چي د یوه طرف سره په کلکه ودریږي او هغه بله ډله نابوده کړي څو بالاخره صلحه تامین سي. بله چاره سته هم نه. هم داستراتیژي موږ تر یو ځایه رسولای سي: چي د امانیانو او سقاویانو مطلقه نابودي او د طالبزم بشپړ بریا. که طالبان ولس ته هیڅ هم ورنه کړي،… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx