افغانستان

پاکستان: که طالبان واکمن شي، له افغانستان سره به ټولې «پولې» وتړو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وایي، که چېرې طالبان پر افغانستان واکمن شي، نو له دې هیواد سره شته ټولې د تګ راتګ لارې به وتړي او پاکستان ته د کډوالو د تګ مخه به ونیسي.

قریشي په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته ښايي په افغانستان کې د جګړې د شدت کچه لوړه شي، او که طالبان د افغانستان واک په لاس کې واخلي، نو پاکستان به نور افغان کډوال ونه مني او خپلې ټولې «پولې» به له افغانستان سره وتړي.

قریشي وړاندې زیاته کړې، چې پاکستان اوس مهال درې نیم میلیونه افغان کډوالو ته ځای ورکړی او نور به ونه مني «موږ نور نشو منلای، موږ باید خپلې ملي ګټې خوندي کړو، او له افغانستان سره به پولې وتړو.»

پاکستان داسې مهال له افغانستان سره د پولو تړلو ګواښ کوي، چې له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې ښایي بشپړه شي.

ورته مهال  طالبانو د بهرنیو ځواکونو د وتلو د لړۍ له پيلېدو سره هم مهاله په افغانستان کې بې ساري پوځي پرمختګونه کړي او په تېره څه باندې یوه میاشت کې يې لسګونه ولسوالۍ له دولتي عسکرو نیولې دي، چې د امریکايي استخباراتو د وړاندوینې په اساس ښایي په شپږو میاشتو کې حکومت ته هم سقوط ورکړي.

امریکا تر دې وړاندې له پاکستان او نورو ګاونډیو هیوادونو غوښتي وو، چې په افغانستان کې د جګړې د زیاتېدو په صورت کې خپلې پولې د افغان مهاجرو پر مخ خلاصې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx