
د وژل شویو جسدونو سوځول يو ښکاره جنګي جنایت
نن ټکی اسیا سرلیکنه
تیره ورځ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ په مرکز کې دولتي ځواکونو د طالبانو د وژل شویو جسدونو سپکاوی کړی او پر هغو یې اورونه بل کړي.
دا بوږنوونکې پیښه تر هغه وروسته را منځته کیږي چې د کندهار امنیه قومندان او د سمنګان ولایت د ملي امنیت رئیس له دولتي سرتیرو نه وغوښتل چې طالب زندانیان ووژني، او وسلې او وسائل یې د ځان کړي.
که د جګړې په ډګرکې داسې کړنې د عادي افرادو لخوا ترسره شي چارواکي یې د ترسره کیدو لپاره یوه توجیه لټولای شي.
خو کله چې هغه د لوړ پوړو دولتي چارواکو په رسمي اعلان او هڅونې ترسره شي له قانوني اړخه هیڅ توجیه نه لري.
د بندیانو وژل او د وژل شویو د جسدونو توهین او سوځول سربیره پر دې چې یو جنګي جنایت دی د اسلام د سپیڅلي دین له نظره هم یو ناروا او مردود عمل دی.
د بشري حقونو د دفاع نړیواله کمیټه او همدا راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر باید د دې ښکاره بشري جنایت په وړاندې غږ پورته کړي او مرتکبین یې تر قانونې مؤاخذې لاندې ونیسي.
دغه ډول کړنې په هیڅ صورت د ترسره کوونکي جهت د برلاسي په معنی نه ؛ بلکې هغه یې د ضعف او اخلاقي انحطاط ښکارندوينه کوي.
کابل اداره د دغه ډول غیر اخلاقي کړنو په ځای باید د طالبانو له هغه اخلاقي تعامل څخه درس واخلي چې د دوی له زرګونو تسلیم شویو عسکرو سره یې د تسلیمي په مهال کوي او په درناوي سره یې کورونو ته لیږي.
کوم ویډیو یی لری؟ خو بیا ما د خاشه ځوان ویډیو ولیده چی د هغه په جسد لوبی کیږی.