افغانستان

د غزني ولایت مقر ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۶ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ مرکزي ودانۍ او ورسره تړلي ټول دولتي تاسیسات طالبانو نیولي دي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي « د غزني ولایت مقر ولسوالۍ مرکز. امنیه قومندانۍ، د استخباراتو مرکز، د مزدورې اردو غټه قرارګاه او ټول ملحقات د دښمن له وجود څخه تصفیه او په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شول.»

د مجاهد په خبره، په دې جګړه کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات د طالب جنګیالیو لاس ته لوېدلي دي.

ځايي امنیتي مسئولینو که څه هم تر دې دمه د ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې ددې ولایت جغتو ولسوالي هم طالبانو نیولې وه او قره باغ ولسوالي بیا له اوږدې مودې راپدېخوا تر کلکې کلابندۍ لاندې ده.

په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې په تخار، میدان وردګو، بلخ او کندهار ولایتونو کې پنځه ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي او د ګڼ شمېر سپکو او درنو  وسلو او مهماتو تر څنګ سلګونه عسکر د هغوی له لوري ژوندي نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو بل مه سره وژنی

نیول اسان دی ساتل یی په چا کوی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx