نظــر

تېر تر دې پوستې!

طارق بدر

کیسې ته غوږ شه!
یو وخت که چا درته ویلي وای، چې انډيواله عسکري دې په درد نه خوري، تر دې خو د ښار په چوک کې مزدوري درته ښه ده، که وچه وي که لنده، بېغمه خو به يې خورې! تا يې ممکن د خپل عادت له مخې په دې خوله سوک ورکړی وای، چې کېنه ډارنه! موږ وطن ساتو، وطن ته راغلي مېلمانه ساتو، پوستو کې هر ډول ساتېري وي، هلکان، د نجونو تلیفوني اړیکي، چرس، پوډر… ته د دنیا له خوندونو څه خبر يې!؟

خو ګوره انډیواله!
اوس څرخ واوښت، هغه وخت نه دی چې ستاسې رینجرې به د امریکايي ټانګونو تر مخ د کلیو په کوڅو کې د طالب په موټر سایکل پسې په ځغاسته وې، چې شېبه وروسته به د طالب له خاورو ډکې څڼې ستاسې په رینجر پسې په کوڅو کې لټ په لټ اوښتې او دې وحشت ته به ستاسې روزونکي امریکایایان هم وازه خوله پاتې و!

اوس؛ الله جل جلاله خپل لښکر د طاغوت پر لښکر لاس بری کړی، د هغوی ځان تېرېدنه، سرښندنه، قربانۍ، منډې او ستړې قبولې شوې، اوس نو وخت راغلی، چې هغه اعتراف چې د خپل دښمن پر زړورتیا دې له کلونو راهیسې په زړه کې ساتلی علني کړې او وسله پر ځمکه کېږدې!

ما چې څومره ستاسې ملګري پوښتلي، یو يې هم د جګړې لپاره داسې د دروغو دلیل هم نه لري چې خپل زړه ته پرې فریب ورکړي، که مې هر یو را غږولی، نشه‌يي غوندې غنګېدلی:
ـ مړه کار نیشته، څه اوکو؟
ـ مړه قرضدار یم، له کلي را ورک یم، هلته مې ویلي چې د خختو بټۍ کې یم!
ـ مړه مزې دي، پراته یو دلته، موګ یو او سیګريټي!
دا دلایل د «سربازۍ» دلایل نه شي کېدلی، ستاسې چې کله روزونکي درسره و، نو له غروره مو چاته خبره هم نه کوله، خو اوس چې مو لږ خولې چوله شوې، نو داسې ښکاري چې تاسې ته عسکري د ساتېري، عیاشۍ یا هم تجارت لار ښکارېږي، په داسې حال کې چې د هغه یوې خو درپسې ستونی وشلید… یار مې د ملي اردو سرباز دی!

سربازي، یعنې له اولاد، کورنۍ، پیسو، ساتېریو، عیاشیو او حتی سر تېرېدل!!

لنډه يې درته وایم!
اوس هم کولی شې، خپله ګناه جبران کړې، د کفر د پاتې شونو پر ضد مه درېږه، د دې تورې هیله نه درنه کوو، دا کفاره دې هم بس ده، چې نور د مسلمانانو پر وړاندې مه درېږه، نور خپل ولس ته ټوپک مه نیسه، نور له خپل کلي شړلی ځوان د دې وطن د اصیل واکدار په حیث وپېژنه، وسله پر ځمکه کېږده او راتلونکي نسلونه دي د غلامۍ له توره یو څه سپين کړه!

نه نه نه!
دا سوءتفاهم چې تا ته پیدا شوی، په والله غلط دی، تاسې فکر کوئ چې جګړه د بد اخلاقۍ د اوج نوم دی، تاته طالب سرتېری هم داسې ښکارېږي چې که ته په ګوتو ورشې، نو ستاسې په څېر به دې لوڅ کړي، موټر سایکل – نه رښتیا له تاسې نیول شویو ټانګونو – پسې به دې وتړي، او بیا به دې جسد کورنۍ ته په لکونو روپیو ورکړي، بیا که چا ستا جنازه وکړه، په هغه به چاپه ووهي، وبه يې وټکوي، بندیان به يې کړي او د څو لکو په مقابل کې به يې بېرته پرېږدي، نه بابا دا قیاس دې جېب کې کېږده!

د رحمان او شیطان لښکرې فطرتاً سره متفاوتې دي، وبښه لغاتونه مې وکارول، تا به نو پوسته کې څه زده کړي وي، مقصد مې دا و، چې د الله جل جلاله لارویان او د سکاټ مېلر لارویان باید فرق سره ولري، ته دې د نورو ملګرو ویډیوګانې وینې چې تر طالبانو وړاندې دوی د امارت د زنده باد نارې وهي!

نو!
شل کاله دې تېر کړل، زیاتې که يې پخپل غولیدلي ذهن خدمت بولې، که د واقعیت له مخې عیاشي، لوفري، ساتېری، نشه، مېلې، ولس وژل او ځورول بولي، زیاتې دې بس دي، همدا وخت دی چې حق ته غاړه کېږدي، همدا اوس تلیفون ته لاس کړه، د طالبانو د دعوت ارشاد شمېره ډایله کړه، یا که مخابره لرې، ژر اړیکه ټينګه کړه، پرېږده يې، مهمه نه ده چې ته ټوله ولسوالي په جریان کې کړي، له دې خپلې پوستې را ښکته، انساني ژوند غوره کړه، ایسته د ملت ځپلو لپاره درکړې وسله غورځاره کړه، سا وباسه، د وطن له مینه ناکې هوا خوند واخله، راتلونکی اختر له خپلې ادې سره یو ځای تېر کړه، جومات ته لاړ شه، د ولس مینه ووینه او په زوره چېغه کړه: تېر تر دې پوستې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx