نړۍ

انډونیشیا: دالوتکي دپریوتو له کبله ۱۸کسان وژل شوی دي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) جکارتا:تازه راپورونه کی راغلي چی دانډونیشیا دسومارټا جزیري ته څیرمه یوه وړوکي الوتکی چي ۱۵ کسه سواریان او ۳ تنه دالوتکي عمله پکښي سواره وو رالویدلي دی، امنیتي چارواکی وایی په الوتکي کی سواره ټول کسان وژل شوی دي.

دکاسا۲۱۲ په نامه سره وړوکی الوتکه چی دمیډان له ښاره څخه یی داچي  په لور الوتنه کړي وو، نن سهار پر اوه بجي او ۱۸ دقیقو دهوایی قلم رو د ټرافیکو دکنټرول له اداری سره اړیکي شکولي وي.

دانډونیشیا دملکی هوانوردی وزارت ویاند باکټي له ایسوسیدپریس خبري رسني سره دخبروپرمهال وویل،ګومان کیږي چي الوتکه به نن سهار د اوه نیمو او اتو بجو تر منځ  دبورک دغرونو په لمنه کی راپریوتي وي، الوتکي نن سهار دسومارټا له شمالي ښارګوټي  میداڼ څخه داچی په لور الوتنه کړی وه، ویل کیږي بیړني مرستی کونکي دپیښي وځای ته رسیدلي دي.

بخت الرحمن بخت(نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x