نظــر

فاعتبروا یا اولی الابصار

اسدالله رزين

امریکا د خپل وختي او آزمایښتي ځواک د جهالت په نشه کې دومره غرق سو چې له ځانه پرته نور هرڅه او ټول حقیقتونه یې نفي کړل. د انساني تاریخ پاڼې یې په یاد هم ورنه غلې. کائناتي نظام یې د خپل واک سیمه اعلان او د بغاوت غږ یې وکړ. د واک په سیمه کې یې د هر ډول تصرف او لاس وهنې حق ځان ته ځانګړی کړ. د ځمکې مخ یې لکه څرنګه چې غوښتل هغسې د خپل غرور او تکبر تر ککړو پښو لاندې کړ او د ځمکې د اصلي اوسیدونکي په وینو یې ورنګاوه. د دوی د شمیرې له مخې (۸۲)ملیونه بې ګناه انسانان یې د بې کورۍ او در به درۍ په چولاونو کې و ربړول، او لاهم دا لړۍ دوام لري.

د پرمختیا غوښتنې د جنون د اقناع لپاره یې د مصنوعي جنګونو دود دودیز او ښه په بې رحمۍ یې و چلاوه. د دوی منلې ناروا بهانو په مټ پردو هیوادونو ته د لیونو سپو په څیر ور ننوتل او د خپلو شیطاني ګټو د لاس ته راوړو لپاره یې هر جنایت روا وباله. یو موټی او سره وروڼو ولسونه یې په دوی غواړي نومونو سره ووېشل. یو د بل وینې یې پرې و څښلې. د رحم، عاطفې او لاس ورکولو انساني او شریف فرهنګ یې ورته واچا وه. د خرمستۍ او فحاشۍ میلمستونونه یې ودان او شهوت پارونه یې لېونۍ او حیواني کړه. د حیا نوم یې د ځمکې له سره پورته کړ. د انسان د توهین دریځونه او مارکیټونه یې په ټوله ښکلا ښکلي کړل. د انسان په واسطه یې انسان ته د ورتوکلو لعنت ته وده ورکړه. د انسان جوړونې تفکر او اصالت یې له خپل اصلي ټاټوبي په کډه کولو اړ ایست او د هر سازنده د هټۍ ور یې ورته پرانست او د دین تر نامه لاندې هرې نښې او پتې ته یې د سپکې لاس ور وغځاوه.

امریکایانو نه کتاب ومانه، نه د کتاب را وړونکی او نه هم د کتاب نازلونکی او د اهل کتاب توب حقیقت یې بیا هم افسانه او سفسطه بلله.

انسانیت ته د امریکا پیغام او امریکایي توب ته بلنه له پورته لنډو یادونو پرته نور هیڅ هم نه لری. ځو د الله تعالی د کار طریقه بیا هم د (۹۹) برخې رحم په بنسټ ولاړه ده. او د عفوې تر فرصت له مخې په کوم قوم یا ډله عذاب نه را کشته کوي، خو کله چې و ویني چې څوک له ورکړل سوي فرصته ګته نه اوچتوي، له بغاوته لاس نه اخلي، خدای، خدایي عظمت او ټولواکي ته یې غاښونه چیچي، نو بیا یې په دنیا کې د عبرت څلی جوړوي. لکه نن امریکا او غربي نړۍ چې د (۲۱) پیړۍ له ټولو مادي، پولي، صنعتي او تسلیحاتي برلاسیو سره سره د یوه خالي لاس افغان قوم په وړاندې د عبرت درس جوړیږي. انساني نړۍ ګوته په غاښ په ننداره لګیا ده او اسلامي نړۍ بیا یو په بل د امت د بیدارۍ او بري زیري کوي.

امریکا اعلان وکړ چې په (۲۰)ورځو کې به د بګرام هوایي اډه خالي کړي.
هو! دا هغه د بګرام هوایي اډه ده چې په دروازه یې لیکلي وو چې: امریکا ته د ماتې ورکولو هیڅ امکان نسته. امریکا د خپل زور او ځواک په خرمستۍ کې دومره لوړې ته پورته سوې وه چې بلکل یې خدایي لهجه کاروله، خو نن پخپله امریکا او ټول نړیوال په ګډه یوه برملا حقیقت ته ور ګوري چې په هغه کې امریکا له ماتې، ذلت او ډیرې رسوایۍ سره د بګرام له هوایي اډې او ټول افغانستانه د وتلو بسترې تړي.

بایډن ویلي وو چې ټول امریکایي او د ناټو اشغالګر ځواکونه به د ستمبر تر(۱۱) نیټې پورې له افغانستانه خپله د وتلو لړۍ بشپړوي، خو کار پوهان وایي کیدای سي چې امریکایي غرور د راتلونکي جولای تر نیمایي پورې د مجاهدینو د قهر او غضب تر پښو لاندې او له افغانستانه د جوړ وتلو ساه وکاږي.

د بګرام هوایي اډه په ټوله نړۍ کې د امریکا خوښه، تر ټولو لویه او مجهزه اډه وه. یاده اډه په لومړي سر کې پخواني شوروي اتحاد د ورته عزائمو د سرته رسولو لپاره په(۱۹۸۰)م کال کې جوړه کړه، خو په تاسف سره هغوی هم خوند ترې وانه اخستلای سوای. امریکا له شیطاني مداخلې سره سمدستي تر څار لاندې د بګرام هوایي اډه د یوې لويې او اوږد مهالې قبضې په تکل په ډالري دیوالونو له نوي سره ودانه کړه.

زموږ په جنګ وهلي او وینو لړلي ګران افغانستان کې د امریکا او ناټو د یلغار په بد مرغه موده کې د دواړو په زرهاوو شین سترګي عسکر هلته میشت وو. د باګرام هوایي اډه په (۳۲) ایکړه ځمکه کې ودانه او د (۲۶۰۰)متر مربع اوږدې رن وې په لرلو سره امریکا د ټولې آسیا د جاسوسۍ لپاره کاروله، خو کله چې ترې په شړلو او ګواښلو اړ ایستل سو، نو بیا یې دغه او د قندهار هوایي اډه چې دوهمه لویه او مجهزه اډه وه په ډیر بد ډول ویجاړې کړې. چې مزدورانو ته یې له کنډوالو او کباړ پرته بل هیڅ شی ور پرې نه ښودل. یادې او د هیواد په نورو برخو کې د امریکایي ښکیلاک په لاس ویجاړې سوې نورې بیخې ډیرې کنډوالې انسان په مدینه منوره کې د بني قریظه یهودي قبیلې د بې جا غرور، خیانت، شرارت، بد ژمنۍ او بې وفایۍ یادونو ته ور ولي. چې قرآنکریم د حشر د سورت په (۲) آیت کې داسې ور ګوري.

ویخربون بیوتهم بایدیهم وایدالمؤمنین فاعتبروا یا ولی الابصار.
یهود د انساني ژوند په یوه اوږده موده کې مقرب بندګان وو، ډیری انبیاء(ع) په دوی کې پیدا سوي، دوی د انبیاوو(ع) امتیان هم وو، خدای، کتاب او آخرت یې منل، خو کله چې د هوا، هوس او شیطاني تزویر په منتر کې راغلو، خپلې مټې، صلاحیتونه او ځواک ور ته هرڅه ښکاره سو، لوړو او محکمو کلا ګانو او د سروزرو کاروبار یې تصور د بغاوت مورچل ته وخیزاوه، ځان یې تر ژمنې او په هغې تر وفا اوچت ولید، د اطاعت او بندګۍ له سیمې و وتل او خپل ځان مطاع ورته ښکاره سو، نو نور ټول ځواکونه یې له یاده ووتل ان تردې چې د خدای د جلال او کمال حقیقت یې د خپل ځان او شتو د عظمت تر سیوري لاندې ولید. لکه نن امریکا او ناټو، نو بیا د خدای له نظره ولویدل.

انساني تاریخ بې پرې ګواه دی، نو د انساني ژوند په هر پړاو کې چې کوم قوم یا ډلې د الهي ځواک په وړاندې د حماقت او سرکشۍ لاس پورته کړی. هغه ته بیا کومې کلا، سلا او نورې شتمنۍ د نجات ورکولو زړه نه دی ښه کړی. د بني نضیر یهودي قبیله هم له الهي ګرفت سره مخ سوه. د نجات باور یې ځواب ورکړ. دومره بې وسه او ذلیل سوه چې دوی له دننه پخپلو لاسو د خپلو کلا ګانو او ښایسته ودانیو ویجاړول پیل کړل او له بهره بیا د اسلام زړورو لښکرو کلاوې ور ویجاړې کړي. چې بیا له محمد رسول الله(ص)سره د یوه تړون په پایله کې یې په مټې له مدینې د ژوندي وتلو اجازه تر لاسه کړه، نو د عبرت له دغه تاریخي، قرآني او سترګو لیدلي میداني درسه هر انسان،ګران امت او په ځانګړي ډول سره زخمي افغان د زده کړې خپله برخه چې د دنیا او آخرت د کامیابۍ له شکه وتلې لوریدنې، زیرې، بریاوي او ویاړنې پکې دي خپلولای سي.

وروڼو!
راسئ او د خپل ملي او جهادي مشرتابه په خوا کې ودریږئ، له خپل زړور او غیرتمن ولس سره اوږه په اوږه د خپلو نیکونو په یاد صف جوړ کړئ، الهي سپیڅلی دین او د محمدي انسان ساز او غرا شریعت په اطاعت او محبت کې سره ټول سئ، د اسلامي امت د دردونو او مدا وا په لیکو کې وار ونيسئ، د ملیونونو کونډو، بورو او یتیمانو له وښکو سره اوښکې ګډې کړئ، بند خونې او تعذیب خونې چې ستاسي د وروڼو د بدن په ټوټو لوبې پکې کیږي او د نړۍ په هر ګوټ کې ستاسو د مسلمانو خوندو عزتونه د شیطان د لښکرو تر هوس او مستۍ جاریږي ماتې کړئ او هغوی چې په کلو کلو د ورورګلوۍ له مینې لرې پاته سوي د ورور ګلوۍ غیږې ته در پریږدئ. خپل ګران هیواد پخپله اراده او د خپلې عقیدې په لارښوونو کې ورغوئ، تاسې چې نړیوال کفر په ګونډو کولای سئ، تاسې چې د خالد، عبیدة، سعد او یا (۱۴۰۰)کاله مخکې یاد تازه کولای او را برسیره کولای سئ، نو د ګران او په ناروا ویجاړ سوی هیواد د بیا
ودانولو او سمسورولو وس خو بیخې لرئ.

وروڼو!
د اسلام دین د عفوې دین هم دی او د خپل غولیدلي او یا مجبور ورور لپاره که په هره کچه کې چارواکي، مامور، پولیس، عسکر، اربکی، ژباړن، ملکي، عسکري او قضایي مسئول وي په ټوله مینه د خپلوۍ پرانستې غیږې لري.

وروڼو!
راسئ ستاسي ځای ځالي او ستاسي د راتلو لارې څاري، ستاسي خالي ځای یوازې او یوازي په تاسي ودانیږي.

په درناوي
رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx