افغانستان

غزنی: د حوزې امر او درې پولیس یې‌ په چاودنه کې وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت په مرکز کې د سړک غاړې ماین چاودنې د حوزې د امر په ګډون اووه تنو امنیتي‌ منسوبینو ته مرګ ژوبله اړولې.

سرچینې وايي، تېر ماښام د غزني‌ په ښار کې د پولیسو د ګزمې موټر د سړک غاړې ماین ته برابر شوی چې په پایله کې یې د شپږمې امنیتي‌ حوزې امر «یونس رمضاني» او درې نور پولیس وژل شوي.

د غزني ولایتي شورا هم پېښه تائیدوي او زیاتوي، چې پېښه د شپږمې امنیتي‌ حوزې اړوند «بکاول» نومي سیمه کې رامنځته شوې.

د ولایتي شورا د غړې «فاطمه رحیمي» له قوله، چاودنه طالبانو کړې او درې تنه پولیس پکې ټپیان شوي‌ هم دي.

طالبانو لا د پېښې په تړاو څه نه دي‌ ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx