افغانستان

له درنې جګړې وروسته د پکتیکا خوشامند ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي وايي، له درنې جګړې وروسته طالبانو تیره شپه د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالي نیولې ده.

د چارواکو په خبره طالبانو تیره شپه د ولسوالۍ په مرکز لومړی موټربم او بیا ډله ییز بریدونه کړي، چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ د نیولو خبر تایید کړی دی.

له بل پلوه یوې ځايي سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د تیرې په جګړه کې لږ تر لږه ۲۴ تنه دولتي عسکر او پولیس وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

د طالبانو لخوا د ولسوالیو نیولو وروستي ګړندي بهیر په لړ کې د لویې پکتیا اړوند لوګر او پکتیا نه وروسته په پکتیکا کې دا لومړۍ ولسوالي ده چې طالبان یې نیسي.

باید وویل شي چې طالبانو په تیرو دوه میاشتو کې د هېواد په لروبر کې له ۱۴۰ زیاتې ولسوالۍ له دولتي ځواکونو څخه نیولي او په زرګونو دولتي عسکر، کمانډویان، د ملي امنیت منسوبین، پولیس او اربکیان ورته تسلیم شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx