ټولنیزه برخه

موږ د اسلام ازار وهلي یو….!

جلال الدین تاجوال

اسلامي نظام، اسلام، ایمان، مؤمن، متقي، مسلمان دا داسي نومونه، صفتونه او القاب دي چې اطمینان پکې پروت ده، د سلامت ژوند کولو تفسیر پکې پروت دی، دلته همسایتوب کیږي دلته کور، بازار او ژوند جوړیږي.

کله چې دې یو څوک ولید چې زبردسته لنګوټه یې تړلې، ږیره يې پریښې په مخ کې يې نور معلومیږی بیا له ده سره که تجار وي معامله هم خوندوره ده او هم مطمینه او که کاسب وي کار په لاس ورکول هم له تشویشه خالي ده، دا ځکه چې دا ددې دین او شریعت تقاضا ده.

خلاصه دا چې که چیرې یو څوک د اسلام، مسلمان او متقي مؤمن نوم، صفت او لقب په ځان ږدي د هغه باید معاملات له دوکې او فریبه پاک وي، هغه باید لوړ اخلاق ولري، د هغه غصه او خوشحالي باید د شریعت تابع وي، د هغه محبت او بغض باید د الله جل جلاله لپاره وي، هغه باید مکمل اسلام ومني ټول د ژوند چارې باید د شریعت مطابق وي او داسې نه ده چې څوک ووایي چې ما خپل مشکل په اسلام کې حل نه کړو په اسلام کې د ژوند د هر واړه او غټ کار او مسئلې حل شته نو دا که څوک نه پوهیدو باید پوښتنه وکړي ددې کار لپاره اسانه لاره داده چې هر څوک دې د خپل کسب، تجارت، کار او مسلک مطابق پوښتنې وکړي معلومات دې حاصل کړي.

دلته ډیرو خلکو د مکمل ایمان او اسلام نوم پر ځان ایښی او دا نه مني چې ورته ووايې چې د شریعت مخالفت دې وکړ ځکه دی خو له ډېره وخته مسلمان ده نو دده کار به ولې د شریعت خلاف وي؟ نو دغه کار چې سړی د مسلمان په نامه د اسلام په چوکاټ کې فاسد معامله وي، بد اخلاقه وي، بښنه او نېکي نکړي، په وينا کې ريښتونی نه وي، امانت کې خیانت کړي، سخاوت نه خوښوي، پر تېروتنه سترګې نه پټوي، له توان لرلو سره سره بښنه نه کوي، له دوست سره په سخته او تنګلاسۍ کې مرسته نه کوي دغه رقم خلک د اسلام ازار وهلي دغه به نه ښه ژوند جوړ کړي نه ښه مرګ او اخرت.

اللهم رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x