نظــر

مونږ خيرات هم غواړو او تشريفات هم‎‎

عبدالوحيد وحيد

نن مو د جګړې د اړتیا او دوام په دوکتورين خبروم. هغه دا چې جګړه کله هم په خپل ذات کې سپيڅلي نه وي. د جګړو سپيڅلتيا له جګړې وروسته د عدالت د تأمین او امن د قيام لپاره وي. بله دا چې اساسي موخې د خبرو له لارې د ترلاسه کولو لپاره وخت وپيرل شي. کله کله مټکور اړخ ترهغو د سولې خبرو ته تيارى نه ښيي تر څو چې د جګړې په ډګر کې سولې ته مجبور نشي.

کله هم چې مخالف اړخ خبرو ته تيار شي، په همهغه مهال جګړه د توجیه کولو له مدار څخه وځي او د مشروعیت استدلال له لاسه ورکوي. خبرې پيليږي، د غوښتنو نوملړ د دواړو غاړو لخوا وړاندې کيږي، د څه واخله څه ورکړه فارمولې پربنسټ د دواړو متخاصمو ډلو ترمنځ معامله کيږي او جګړه پاى ته رسيږي. که احياناً دواړه متخاصمې ډلې ژور اختلافات ولري او هوکړې ته د رسيدو لپاره انعطاف نه مني، نو په اسلامي، افغانى او نړيوالو قوانينو کې د حل نورې لارې شتون لري.

د ژور تأسف ځاى ده چې زمونږ داوړو خواو قطر ته باصلاحیته پلاوي او دريمګړي نه، بلکې خپل مدافع وکيلان استولي دي، د پریکړو واک يې ورڅخه نفي کړی دى. د مدافع وکیلانو په صورت کې قاضي پريکړه کوي او قاضي شتون نلري، نو د سولې هيله بيځايه ده.

راځئ هوډ وکړو چې په داسې مسائلو باندې خبرې بحث او مناقشه نکوو چې د اختلاف بنسټونه جوړوي. په دې نه غږيږو چې جګړه حرامه ده که فرض. که هر څه وي، خو د تيرو تجربو له مخې يې ګټې زمونږ دښمن ته رسيږي او زيانونه يې مونږ په اوږو وړو.

کولاى شم له طالب اړخ څخه پوښتنه وکړم چې ولسوالي مو له چا ونيوه؟ هغوى څوک، د کوم قوم، کوم ملت او په کوم خداى، کوم کتاب او کوم نبي باندې ايمان درلود؟ فتحه کړاى شوى ځاى د کوم هېواد ملکيت وو؟ اوس مو څومره څه ډول او په کومو برخو کې بدلون راوړ؟ دا خو څرګنده خبره ده چې اکثره دولتي ځواکونه په خپله خوښه تسليم شوي دي. له هغوى څخه ترلاسه شوي ملکي او نظامي وسائطو باندي مو څه وکړل؟ په اصطلاح په تر لاسه شويو غنيمتونو او په دولتي تاسيساتو مو څه وکړل؟ راځئ ومنو چې که جګړه کول ستاسو مجبوريت هم وه خو له دې امله د افتخار او وياړ مقام نشته چې جګړه په کور کې او له ورور سره ده.

راځئ فرض کړو چې تاسو د کابل نيولو په وړاندې ټول موانع شاته پريښودل او د کابل په نيولو بريالي شوئ، پوهيږئ چې له څه ډول ننګونو سره به مخ ياست؟

ستاسو په وړاندې شديد سياسي مخالفت او حتماً وسلوال مقاومت پيليږي. تاسو د کورني او بهرني غبرګون سره مخ کيږئ. تاسو به ونکړاى شئ د افغانستان ټولې بريښنايي انځوريزې کاغذي او تر هر څه وړاندې خواله رسنئ مديريت کړاى شئ. ستاسو په وړاندې د تبلیغاتو توپان راپورته کيږي. تاسو ته جګړه، فساد، د ظرفیتونو نشتون کمزوری اقتصاد نړيوال بنديزونه، دولس مليونه زده کونکو د اړتیاو پوره کول، بيوزله ملت د ګاونډيانو سيمې او نړيوالو غوښتنې او مطلقاً ستاسو په کړو وړو شکمن ولس درپاتې وي. د يادو ستونځو حل ډير څه ته اړتيا لري چې تاسو يې نلرئ.

که تاسو کابل ته د دوو لسیزو وړاندې ښار فکر کوئ نو په خپل دريځ باندې بيا را تاو شئ! ياد ولرئ چې تاسو له يوه بشپړ جنګي اړخ څخه په مکمل ډول سياسي او ملي مسئوليتونو ته اوږه ورکوئ. ستاسو د فراست او مديريت وړتیاوې تر ازموينو لاندې راځي. په بشپړ يقين سره درته وايم چې ستاسو په دندو کې دومره ډيروالى راځي چې تاسو يې په علمي تجربوي روزيز او سياسي برخو کې سترې نيمګړتياوې لرئ.

تاسو به تاسو ته د تسليم شويو افرادو، اموالو، وسائطو، وسائلو او ودانيو ته د زيان رسيدو په تړاو مسئول وګڼل شئ. ايا تاسو پوهېږئ چې په ښارونو کې ستاسو په وړاندې منفي ذهنیت شتون لري؟ ستاسو لخوا نيول شوي دولتي وسائط په انځوريزو رسنيو کې لا تر اوسه لاس په لاس کيږي او ستاسو منفي اړخونه نندارې ته وړاندي کوي.

د حکومت له اړخ څخه هم پوښتنې لرم. هغه دا چې د ورور وژنه که مجبوريت هم وګڼو، خو تاسو د طالبانو وژل په وياړ سره يادوئ. ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس د طالبانو د مړيو شميره نه، بلکې سوله غواړي؟

ايا پوهيږئ چې ستاسو ولس ستاسو د تاکتيکي شاته تګ او سبا بيرته تخنیکي پرمختګ کې د دغه ولس او هيواد زيان ويني؟ ايا پوهيږئ چې ستاسو په ليکو کې د پراخ مالي فساد له امله ولس له تاسو څخه په ډير لرې واټن کې پروت دى؟

ايا پوهيږئ چې ستاسو امريکايي او ناټو دوستانو د هغوى په اصطلاح (قاطع ملاتړ) ځواکونو هم دغه جګړه مهار نکړاى شوه, نو تاسو به يې د مردمي بسيج په نوم په معلوم الحال جنګسالارانو څنګه او څه ډول مهار کړئ؟

ايا پوهيږئ چې سوله قيمت او ستاسو قربانۍ ته اړتیا لري او تاسو يوازې د ولس په قربانۍ باندې سولې ته رسيدل غواړئ؟

ايا د ولسمشر، د هغه د مرستيالانو، وزيرانو او واليانو او نورو لوړ پوړو چارواکو زامن له نظام څخه د دفاع په جنګي سنګرونو کې شتون لري؟

معلومه خبره ده چې ځواب نه دى، نو دوستانو!
بهر ته د تښتيدلو تابيا کولو، د جنګي ګواښونو، د عامه خلکو د وسلوال کولو او تاکتيکي شاته تګ پرځاى سولې ته د ارجحيت درجه ورکړئ. ملت سوله غواړي. همدغه مو د ملي عزت د ساتنې لپاره اړتیا ده.

واشنګټن ته د ولسمشر د وروستي سفر په هکله کله چې د خواله رسنۍ فيسبوک پاڼه پرانيزې نو د ړندو مقلدينو لخوا به امريکا ته د ولسمشر غني د سفر په لاسته راوړنو باندې سر تر اسمانه هسک شي، خو کله چې سليقوي مخالفینو ته راشې، نو داسې ښکاري چې ولسمشر غني او پلاوى يې له هوايي ډګر څخه بيرته راشړلي وي. که راته په غوسه نشئ، نو درته وایم چې امریکا د خپل پياوړي سياست او پنډ خورجيني جيب په مټ د ټولو بيوزله هيوادونو متفقه پير ده. مونږ محتاج او په خپلمنځي جګړه کې لتاړ او د امریکا مرستو ته محتاج ولس يو. نه مو څوک قدر کوي او نه هم راته لوړ تشريفات نيسي. هغه د پښتو متل دى خيرات هم غواړو او خر مو هم لغتې وهي. يوازې مونږ نه بلکې ټولو هغو هيوادونو سره همدغه شان چلن کيږي. البته د احتياج او اړتیاو د کچې د توپير په نظر کې نیولو سره. ټرمپ د يوه هېواد صدراعظم ته ويلي وه چې؛ “I Love You”دوه اونۍ يې خندل او هغه هیواد په ټولو رسنیو کې دا خبر تاويده را تاويده.

اوس هم وخت شته چې دواړه خواوې بايد يو بل ته د ماتې ورکولو له خطرناکو هڅو تير شي. سوله نه ناروا ده او نه هم عيب ده. نه اسلامي اصول ترپښو لاندې کيږي او د ديموکراسۍ بيخ بنياد وزي. په يوازې سر نه غني حکومت کولاى شي او نه هم طالبان د حکومت جوړولو وړتیا لري. که مو د يو بل د ماتولو مبارزې ته دوام ورکړ، افغانستان له يو بل ملي ناورين او بشري فاجعې سره مخ کيداى شي.

اوس داسې ښکاري چې د دواړو خواو په يو بل باندې د باور کچه له صفر څخه ښکته ده، نو وړانديز مو ورته داده چې د ملګرو ملتونو له سرپرستۍ او نړيوالې ټولنې تر حمايت او تعهد لاندې د مؤقت دورې لپاره د دواړو ډلو په ګډون د يوه بې پرې منل شوي شخص تر مشرتابه لاندې حکومت باندې هوکړه وکړئ او يا هم له ځانګړو شرایطو لاندې داسې موقته اداره جوړه کړئ چې د يوه ځانګړي زماني چوکاټ په دوران عمومي ټاکنې وکړي او له هغه وروسته منتخب حکومت ته واک وسپارل شي. که داسې نشو نو لازم نه ده مونږ د رڼا راتلونکې هيله ولرو.

په درنښت؛ عبدالوحید وحيد، کابل افغانستان،
د چنګاښ ٧/ ١٤٠٠

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرووف لیوال

په قلم دې برکت شه ! که څوک غیرت ولری دا لیکنه دې سرمشق وګرځوی اوپلې دې کړی( له دواړو خواووباعقله اودواک خاوندان)

ګل احمد

لیوال صاحب تر داسي غیرت زموږ بېغیرتي خوښه ده. نه کوو غیرت (که دا غیرت وي)

مجاهد

لیوال صاحب وحید ستا په شان یو ایزمی اړخ لری ستا په شان له دغی لیاری څه کمیشن ترلاسه کوی ، د کابل اداره نه کوم قوم او نه ګوم ګوند دی د هر قوم او تش په نامه ایزمی او اخوانی ګوندو یی بی ضمیره غلامان او بیلونر جوړ کړی او د کابل اداره کی یی ننویستلی چه د استعمارګرو د ګټو او استثمارولو د پاره خپل خلک وژنی او میرمنی بی عزته کوی او هر څه یی غصب کړی بیا هم دواړو ترمنځ سوله وشی او د سولی د پاره کوم انتقالی حکومت جوړ شی چه هغه حکومت… نور لوستل »

وحيد

زه به ستا غوندي د علم او کره توب له ثبوت پرته ستا د جهاد په اړه څرګندونې نکوم. تربيه مې داسې نه ده شوې، خو دومره به حتماً وليکم او تاسو يې ورته ورسوئ چې هغه ډله ډلګئ ګروپ او اداره چې وحيد ته د وحيد د ايمان او وجدان د سودا لپاره کميشن ورکړي او معامله ورسره لا تر اوسه نړئ ته نه دي راغلي. له دې وروسته به هم رب العزت ته لاسونه لپه کوم چې داسې خلک پيدا نشي چې د وحيد د وجدان سودا کولو وړتیا توان او استعداد ولري. کوشش کوئ چې په چا… نور لوستل »

وحيد

مننه جناب لېوال صاحب
کاش چې د دغه بيچاره ولس د هوساینې او د دغه جګړو سوځولي هيواد د ښيرازي لپاره مو نور څه هم کړاى شواى

محمد نعیم

محترم لیکوال صاحب، کمپیوټر ته کښینې، سترګي پټي کړې او ګوتي په کيبورډ وهې هر څه چي دي ولیک، هغه دي ولیکل. ستا خبري ټولي پر ځای وې خو د امریکایانو د وتلو د پریکړي څخه وړاندي. دا چي بهرنیانو په هیواد کي حضور درلود او تر نامعلوم وخته پوري یې د خپل لاسپوڅي رژیم د ملاتړ ټټر وهلی وو. هغه وخت وو چي دې اقلیت پروره نظام پښتانه هم په غیږ کي نیولي وای. د صلحي مذاکرات یې ورسره پیل کړي وای. د طالبانو هوا هم دومره لوړه نه وه. یو متجانس نظام یې تشکیل کړی وای. خبره خلاصه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

لیکوالان هم ۱ــ کفار ۲ ــ مسلمانان ۳ ــ منافقین لمړۍ دوه ډلی د خبرو له بطن معلومیږی مګر دریمه ډله تل ګونګ او بین البین نظر او دریز لری [ ته هم ښه خو هغه هم بده نه وایی.] د دریمی ډلی غړی ځینی شعوری او ځینی یی بیالا شعوری د کفارو په ګټه نظریات لری. معلومیږی چه لیکونکی صاحب هم شعوری یا لاشعوری بین البین خبری کوی د کابل غلامی اداره د طالبانو سره په یوه تله او یو ډول کاڼو ترازو کوی غیر اګاهانه یاغیر عادلانه څه لیکلی پوره نیمه پیړۍ کی لیکونکی اوس هم ماشوم دی… نور لوستل »

سلیم

لیکوال صایب بیغمه اوسه، که طالبانو او دښمنانو یې یو بل سره مات نکړل، بیا به تا او زمان مزمل را وغواړي، تاسي پروفیسران به یې د خپل نفاق په برکت دا افغانستان را جوړ کړئ، تر هغو پوري صبر وکه چې د دا څو پاتي ولسوالیو کار هم یکطرفه شي.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x