افغانستان

ډاکټر عبدالله: د افغانستان د مسئلې د حل یوازینۍ لاره خبرې او مذاکرات دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د سولې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله د امریکا څخه تر را ګرځېدو وروسته په یوه وینا کې وویل چې ټول اړخونه باید دا درک کړي چې د خبرو له لاري د افغانستان د مسئلې حل اوس هم ممکن دي او دا یوازینۍ لاره ده.

نوموړي د په هیواد کې روان امنیتي وضعیت ته په اشاره وویل چې د امریکایانو د وتلو وروسته پر دولتي ځواکونو فشار زیات شو چې له امله یې ډیري سیمې د طالبانو لاس ته ولوېدې او ډیر ځایونه اوس هم جګړه روانه ده.

ډاکټرعبدالله په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو سست رفتار ته په اشاره وویل چې هلته د طالبانو مذاکراتي ټیم د اساسي موضوعاتو پر ځای په فرعي موضوعاتو باندي بحثونه کوي چې له امله یې مذاکرات ځنډیږي.

بلخوا د طالبانو ویاند ډاکټر نعیم د رسنیو سره په مکرر ډول د کابل له خوا لګېدلي دغسي تورونه رد کړي او ویلي يې دي چې دوی هر وخت د مذاکراتو لپاره اماده ناست دي، ټول ټیم یې په قطر کې د مذاکراتو لپاره اماده دی، خو په وینا یې د مقابل اړخ ټیم اوس هم ډیری غړي قطر ته نه دي راغلي او ځیني يې د میز پر ځای د جګړې په لیکو کې ګرځي.

باید وویل شي چې ټاکل شوې وه ډاکټر عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي په ملتیا یو جګپوړی پلاوی قطر ته سفر وکړي او هلته د طالبانو د مذاکراتي ټیم سره له نیژدو وګوري او د سولې پروسې پر چټکتیا باندي خبري وکړي خو د طالبانو په وینا دغه هیئت هم د کابل څخه د مختلفو بهانو له وجې ځنډیدلی او لا هم قطر ته نه دی راغلی.

ټاکل شوې وه چې حامد کرزي او ډاکټر عبدالله په مشري هیئت لومړی پر ۱۹مه نیټه قطر ته سفر وکړي، خو بیا دغه سفر ۲۴مې ته ځنډیدلی وو خو امریکا ته د ډاکټر عبدالله او اشرف غني د سفر له جې د ۲۴مه نیټه هم وځنډېدله او تر اوسه معلومه نه ده چې د کابل څخه دغه لوړ رتبه تلونکی هیئت به کله قطر ته د طالبانو سره د لیدو لپاره سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

درواغ وایي! د افغانستان یوازینۍ مسئله عبدالله د ده د واک شریک غني او پر دوئ راټول درباري لویالیسټان دي او د حل لاره یې دا ده چي ټول ولس سره متحد سي او دا غوزیان د سوټي په زور د عامه ملکیتونو (دولتي دفاتورو) څخه وباسي او پر ځای یې د رسمي پروسې د لاري اسلام، پښتو او افغان ولس ته وفاداره باکفایته او کارپوه خلګ وګوماري او یو نوی اساسي قانون تدوین کړي چي د واک او قدرت انحصار مخه پکښي نیول سوې وي. د بهرنیانو څخه صمیمانه او احترامانه غوښتنه کیږي چي دا د شوربازار د کیسه… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

افغانستان اشغال شوی او د اشغلګرو د برچی په زور کابل کی ناوړه، فاسده او غلامه اداره کینول شوی
یوآځنی لیار سپیڅلی جهاد دی لمړی مرحله کی به اشغلګر له هیواده باسو او په دوهمه مرحله کی به یی غلامان له ارګه باسو او د نجیب د برخه لیک سره به مخ کیږی او بس دغه یی د حل یواځنی لیار ده په ځانګړی دول کرزی او ع او غ او نور لوړبوړی غلامان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x