افغانستان

په یوه شپه او ورځ کې طالبانو ۴ ولسوالۍ او ۲ لوی پوځي مرکزونه نیولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد ختیځ کې طالبانو د څلورو ولسوالیو او ۲ لویو پوځي مرکزونو کنترول په خپل لاس کې اخیستی او سلګونه عسکر، پولیس او اربکیان ورته تسلیم شوي دي.

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو له پرونه ورځې راهیسې ددې ولایت مقر، واغظ او خواجه عمري ولسوالیو مرکزونه نیولي، چې د نښتې پرمهال لسګونه دولتي عسکر وژل شوي او په سلګونو نور بیا طالبانو ته تسلیم شوي دي.

ددې ترڅنګ تیره شپه غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د «ناني» په نوم د پي آر ټي لویه قرارګاه او نن سهار بیا د قره باغ ولسوالۍ د «عسکر کوټ» په نوم پوځي قرارګاه له سلګونو عسکرو او پولیسو، لسګونو عرادې ټانګونه، رینجر او اکمالاتي موټر او سلګونه میله وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د غزني سره په ګاونډي ولایت پکتیکا کې خوشامند بیا هغه ولسوالۍ ده چې طالبانو تیره شپه لومړی موټربم چاودنه او بیا د ډله ییز برید پایله کې نیولې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په جلا پیغامونو کې د غزني مقر، واغظ او خواجه عمري ولسوالیو، په اندړو ولسوالۍ کې د «ناني» بیز او قره باغ ولسوالۍ کې د «عسکر کوټ» بیس او همدغه راز د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په دې وروستیو کې د غزني ولایت ګڼ شمېر ولسوالۍ نیولي او یوازې ۳ ولسوالۍ د کابل حکومت په ولکه کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پدی ولسوالیو کی څه د خلکو لپاره حکومتداری هم روانه ده یا لکه د ځینو نورو ولسوالیو په شان مو ویجاړې کړی دی؟ دنیاوالو ته وښیی ثابته یی کړی خپله حکومتداری او اسلامی تهذیب په ولسوالیو کی خو کچیری ولسوالی نشی سمبالولی نو بیا له دنیاوالو سره به یی څنګه وډنګوی؟

الحاج استاذ بیانزی

فکر کوم د غزنی په همدغه پی ار ټی قرار ګاه کی کوم وحشی غلام قوماندان د دوه شهیدانو جسدو ته اور اچولی وو که همدغه وی او هغه قوماندان په لاس درشی په ژوندینی ورباندی تیل واچوی او اور ورته کړی چه د نورو د پاره عبرت شی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx