نظــر

درې سوځېدلي جسدونه؛ په خبر نه ارزي!

طارق بدر

په پردیو معیارونو کې د خپلو ارزښتونو د ساتلو او پاللو هیله لرل، پر ځان ملنډې وهل دي، خو پورته سرلیک مې ځکه را واخیست چې زموږ هېودانۍ رسنۍ کله کله اذانونه هم خپروي او په نړۍ‌والو رسنیو کې افغان کارکوونکي هم د مسلمانانو نومونه لري.
د غزني په ګیلان کې د طالب سرتېرو د شهیدانو ګستاخي د روان خونړي انقلاب لومړۍ پېښه نه ده، بلکې د دې عسکرو روزونکو اور په کندهار کې نه یوازې اور ورکړ، بلکې متیازې يې پرې وکړې، د رازق عسکرو په ژوندوني په موټرو پسې وتړل او په ژوند يې په خولو غوښې ترې وشکولې، اسټرلیايي عسکرو يې په مصنوعي پښو شراب وڅښل…

خو په اوسني حساس او له ورته‌والي وتلي حالت کې داسې ګام اخیستل، د خدايي لښکر پر وړاندې یو بل ازميېښت دی، دوی ډلې ډلې عسکر ونیسي، ګلونه ور په غاړه کړي، د لارې کرایه ورکړي، بوټونه او جامې ورته واخلي او داسې په عزت يې کورته رخصت کړي ته وا کوم واده ته راغلي وراباڼي و!

خو په مقابل کې يې کفر روزلي د خپلې روزنې پر اساس داسې ګامونه اخلي چې حتی جسدونه په اور سوځوي، دوی غواړي په دې ډول د الهي لښکر حوصله ماته کړي او ورته ګام ته يې اړ کړي، چې په پایله کې جهاد خدای مه کړه د فرضیت له کرښې وتلی او عقدې ته ننوځي!

طالب سرتيري کولی شي، د نیول شویو عسکرو ویډیو وکړي، چې ټول په خوشالۍ کورونه ته روانېږي، ګلونه يې په غاړه او خدای پاماني کوي، خو له ویډيو وروسته ټول تر تېغ تېر کړي، د رسنیو خوله په ویډیو ور پټه کړي او اصلاً عمل بل ډول وکړي، خو دوی الهي سرښندویان دي، دوی ضمیر لري او جګړه يې د شخصي غچ پر اساس نه ده روانه کړې!

په عام بازار کې د لويې لارې پر سر درې جسدونه په لمبو کې ورتېږي، خو نه بي بي سي، نه ازادي، نه طلوع‌نیوز، نه شمشاد، نه امریکاغږ… ته دا زړه بوږنوونکی بشري داعشي جنایت په خبر ارزي او نه د بشري حقونو په نامه بنسټونه غوږ پرې ګروي!
د امریکا سرپرست سفیر په فاریاب کې د خپلو عسکرو له لوري نړول شوي دوکانونه پر طالبانو ور تاوانوي خواشيني څرګندوي، خو دا جنایت نه ويني او د ملېشو له لوري د تخار په رستاق د پل تخریب باندې خو بېخي ځان نه خبروي!

وطني رسنۍ له جېبه مصرف نه کوي، بلکې په پردیو پروژو چلېږي او پردۍ پروژې بیا خپلې تقاضاوې لري چې دوی يې باید په پام کې ونیسي، ځکه خو له دوی ګیله کول کومه معنی نه لري، اما دا چې دا رسنۍ او د دوی د پروژو دا تطبیق بیا جمهوریت خپله «لاسته راوړنه» بولي او طالبان يې د «مصلحت» یا هم د «بیان ازادۍ ته درنښت» تر اصطلاحاتو لاندې پر ټولو جنایاتو، پرپاګند، تبلیغاتو او یو اړخیزو نشراتو پرده غوړوي، سړی پر سړک سوځېدلو جسدونو ته شرموي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

د تاند پاڼه وګوری. هغوی وایی دا طالبانو سوځولی دی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx