د روژې مبارکه میاشت

د بدلون ښه فرصت

لیکوال: محمد کروړ

الله جل جلاله وايې روژه کې مو خير دی.

خير يې پراخه دی، هر اړخ يې جلا ځانګرتياوې لري.

خو کله چې راشي، فرصت يې وګڼه، ايمان دې پکې نوی کړه، صحت دې پياوړی کړه، ټولنيز ژوند دې بدل کړه…

دا دی اوس دا ميلمنه په تلو ده.

کورته دې راغلې وه.

له ښېګڼو ډکه لمن يې درته راوړه.

څنګه دې پاللې؟

راځه چې له ځانه و پوښتو:

مخکې به مې ډېر خبرې کولې؛ ښکنځلې، درواغ، غيبت نور…

مخکې به مې لمانځه، ذکر، تلاوت کې سستيا کوله….

مخکې به مې ټوله ورځ څه خوب او څه بې ځايه ګرځېدل ؤ…

مخکې به که راسره چا جګړه وکړه نو سمدستي به د بدلې اخيستلو فکر کې وم يا به مې سوک ورمخته کړی ؤ….

مخکې مې د هېچا خبرې اورېدل، بحث او سختې خبرې نسوای زغملی ژر غصه کېدم….

خو؛ کله چې د رمضان مېاشت داخله شوه، زموږ مېلمنه شوه…

نو هوډ مې ونيو چې همدا رمضان به زما د بدلو رمضان وي.

په همدې کې به زه خپل ژوند بدلوم.

له ننه به زه هغه څه کوم چې مخکې مې نه کول يا مې پکې سستي کوله، او هغه به پريږدم کوم مې چې بې غورۍ سره کول.
ځکه؛ که زه د الله تعالی لپاره حلال شيان پرږدم او هغه مې ترې منعه کوي، نو حرام شيان به ولې نه پريږدم؟

که حلال شيان مې روژه خرابوي نو حرام به يې څنګه نه خرابوي؟

سرله ننه به زما ژبه زما په اختيار کې وي…

زما غوږونه به هرڅه نه اوري…

زما خيټه به هيڅکله د حرامو اشتيا ونلري… بلکه له لاسه يې ورکړه…

زما هره ورځ به د يوې مهمې خطې مېدان وي…

زما هېڅ خبره به بې فاېدې، بې مقصده، بې فکره نوي…

زما غصه اوس په د مسکا او صبر کان کې په پټه ده….

دا رمضان راته د بښنې لوی فرصت دی، که د رمضان په وروستی ورځ هم و غواړې کولای شې چې د ټول ژوند مسير دې بدل  کړې، له ځانه نوی انسان جوړ کړې:

 کله چې نوی انسان شې:

ستا فکر به بيا دا انتاج نلري…

ژبه به دې دا خبرې نکوي…

پښې به دې دا حرکت نکوي….

ستا د خبرو اغيز به هم بدلون کوي…

ستا د غوږ اورېدل او د سترګو ليدل به هم بدلو مومي….

خلک به درسره لکه د نن پڅیر چلند نکوي…

ځان سره ښه فکر وکړه چې د بدلون څومره هوډ دې نيولی؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x