افغانستان

طالبان د غزني ښار دروازې ته ورسېدل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت اندړو، قره باغ، مقر، واغظ او ګیرو ولسوالیو او څو سترو پوځي کمپونو له نیولو وروسته طالبان نن سهار د غزني ولایت مرکز اړوند او څو کمربندي پوستو په نیولو سره د ولایت دخولي دروازې ته رسېدلي دي.

له سیمې څخه عیني شاهدانو او د کابل ـ کندهار پر لویه لاره موټر چلوونکو رسنیو ته ویلي، چې طالبان نن سهار سپیده چاؤد مهال د میدان وردګو له طرفه غزني په دخولي دروازه کې ولاړ وو او د دروازې لپاسه د طالبانو سپین بیرغ رپاند ؤ.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د یوټویټ په کولو سره د غزني ښار اړوند قلعه قاضې ،قلعه ازاد ،ګلی سرخ ، شیخ آګاه ،کج قلعه ،شهباز، نیازي او اسفند ده سیمو کې د دولتي عسکرو د ۲ قرارګاوو د نیولو خبر ورکړی دی.

نوموړي دغه راز په نښتو کې د ۱۵ عسکرو د وژلو او ۲۰ نورو عسکرو د ژوندي نیولو ترڅنګ د ګڼ شمېر وسلو او مهماتو د ترلاسه کولو خبره هم کړې ده.

طالبان په داسې مهال د غزني ښار دروازو ته ځانونه رسوي، چې همدا اوس د تخار، کندوز، بغلان، فراه، فاریاب، بلخ، پکتیا او ارزګان ولایتونو مرکزونه د طالبانو لخوا کلابند دي او هره شپه ددې امکان شته چې طالبان دې یادو ولایتونو باندې خپل تهاجمې عملیات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح قریب د الله ج په نصرت فتح نزدی کیږی. ج ځینو ته به دا بوښتنه زیږول شوی چه الله ج د دجالی قوتو سره په جنګ کی ننوتی ؟ الله ج زموږ معبود، خالق او د هر څه مالک دی د (( کن ) په ویلو هر څه ( فیکن ) شوی یعنی ( وشه ) په اشاره دا ټول کاینات او مخلوقات په ډیره منظمه توګه خلق شوی او د څه د پاره چه خلق شوی هماغه اهداف ترسره کوی . زمکه کی د اسمان له بل لوی ستوری وګوری د ستورو د ډیروالی… نور لوستل »

Pattang

طالبان وروڼه باید بیدار وه اوسي چې دغه پر مخ تګ دوی ته کوم دام او تلکه نه وي !! طالبان باید د جنرال
مالک چل البازي هغه وخت په مزار کې هیره نکړي چې په سلګونو طالبان یې قطل کړل ، د کابل دولت د عشق عاشقي پيسو او دالرو یوه کزینو ده چې هر ډول مافیایې جنایتکارې کړۍ کارپکښې کوي چې په چل چلبازي ، زبوتاژ کې مهرتونه لري !! طالبان وروڼه باید په هیچا باندې په لنډ وخت کې داسې لنډ ددوستي اعتبار ونکړي اود اعتبار په خوب بیده نشي !!

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx