لیکنېنظــر

افغان سوله کې د پاکستان ګټې او تاوانونه «دوهمه برخه»

محمد داود قریشي

دا چی د پاکستان د جوړېدو له ورځې افغانستان په پاکستان کې ځینې نفوذي اشخاص، ډلې او فشار ګروپونه لري، چی تل یې د افغانستان له دریځه ننګه کړې او د پاکستان لپاره په کور دننه یو سرخوږی دی، چې له قومي اړخه تر ډیره قومپاله پښتانه او بلوڅ په پټ او ښکاره ډول له افغانستانه تمویلیږي او د هغوی سیاسي ملاتړ کیږي، لکه د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ د افغان چارواکو څرګندونې او د افغان ولسمشر غني ټویټ، د افغانستان په ځینو دولتي مراسمو کې د عوامي نېشنل پارټي (anp) پښتون ژغورنې غورځنګ(ptm) غړو ګډون، همدا ډول د هغوی دا شعار (لر او بر یو افغان) چی په ټولیز ډول د هغوې فکري دریځ څرګندوي، د لوی افغانستان تحریک (gam) مشر مشال خان ټکر چې تر ډېره له کابله خپل فعالیتونه پر مخ وړي، همدا ډول د پخواني افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د حاکمیت پر مهال د بلوڅ ازادي غوښتونکو له مشر (ارواښاد اکبر بګټي) سره د افغانستان د استخباراتي ادارو اړیکې چې آن د نوموړي په وژنه تمامې شوې. په ټوله کې په پاکستان کې ځینې افراد او ډلې د افغانستان له اوپراتیفي بودیجې تمویلیږي چې په ښکاره ډول د پاکستان لپاره په کور دننه یوه ستونزه ده، نو د طالبانو په راتګ سره کېدای شي له افغانستان سره ددې ډلو تړلتیا او له دې ډلو د افغان دولت ملاتړ تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي، ځکه د طالبانو سیاست چې یو مذهبي سیاست دی ددې ډلو له سیاست سره چې قومي سیاست لري هېڅ کومه همغږي نه لري، تر دې چې په ښکاره ډول یو د بل مخالفت کوي؛ چې دا حالت به د پاکستان د کورني سیاست په ثبات کې چې اوسمهال ډېر بې انډوله دی، د پاکستان سره ډېره مرسته وکړي.

دا چې د افغانستان له لارې د مرکزي اسیا او روسیې سره ترانزیټ د پاکستان یوه مهمه غوښتنه ده او ددې ترڅنګ د مرکزي اسیا څخه پاکستان ته د برېښنا، ګاز او نفتو انتقال هم د پاکستان یوه ستره اړتیا ده نو د طالبانو په راتګ سره به یې دا غوښتنه پوره شي، ځکه اوسنی افغان حکومت ددې په بدل کې د هند سره د افغانستان د سوداګرۍ پراختیا لپاره له پاکستانه د متقابلې همکارۍ غوښتنه لري، خو طالبان شاید له پاکستانه دا غوښتنه ډېره جدي تعقیب نه کړي، ځکه چې له هند سره سوداګریزه پراختیا به یې د اقتصادي پلانونو په لومړیتوب کې نه وي؛ سره له دې چې دا موضوع د پاکستان په ګټه ده خو افغانستان پر پاکستان د فشار یو قوي عنصر پيداکوي او د پاکستان د برېښنا او انرژۍ سویچ او د ترانزیتي تګ راتګ ترافیکي سره او شنه اشاره به د افغانستان لاس ته ورشي.
دا چې امریکا غواړي په ټوله نړۍ کې خپل فوځي حضور راکم او پر ځای یې د چین سره د اقتصادي تربګنۍ میدان ته راودانګي، نو که افغانستان کې سوله راشي ډیر امکان شته چې په پاکستان کې (cpec ) او ګوادر بندر پروژې چې د چین د اقتصادي پراختیا لویې پروژې دي، د امریکا له خوا یې د تخریب لپاره په پراخه ډول هلې ځلې پېل شي، نو ددې لپاره شاید د افغانستان له لارې بلوچ بېلتون پاله ډلې د امریکا له خوا تمویل شي ترڅو د چین په اقتصادی مارشال پلان کی خنډ اوځنډ پیداکړي؛ کیدای شي یاده موضوع د هند او امریکا یو مشترک ماموریت هم شي تر څو پاکستان او چین ته لا ډیرې ستونزې پیداکړي. خو چین لا د مخه یاده موضوع درک کړې ده او د ( cpec) په پروژه کې یې د افغانستان د شاملولو په طرحه کار پېل کړی دی.

دا چې چین یو صنعتي هیواد دی او په راتلونکي کې د صنعتي پراختیا لپاره لا لوی پروګرامونه لري، نو د صنعتي پراختیا لپاره خام مواد حیاتي ارزښت لري او افغانستان د نړۍ په کچه د خامو موادو یو ستر کان دی او د چین سره شریکه پوله هم لري، نو دې ته په کتو به چین د افغانستان سره ډیرې نژدې، پراخه او هر اړخیزې اړیکې ولري، ترڅو خپل صنعت او اقتصاد ته نژدې او ارزانه منابع پیدا کړي، لکه اوس هم د آمو حوزې د نفتو استخراج او د لوګر د مس عینک کان قرادادونه چې د افغانستان د ډېرو لویو قراردادونو له جملې څخه دي د چینایي کمپنیو سره شوي دي. همدا ډول له ترانزیټي نظره به افغانستان د یو څلور لاري حيثیت غوره کړي، چې دا هم د چین لپاره د افغانستان اهمیت ډېر لوړوي؛ له بله پلوه د افغانستان بدخشان ته څېرمه د چین (سیک یانګ) ایالت کې د اوغیور لږه کي موجودیت او د چین پر وړاندی د اوغیور جنګیالیو جهاد، بیا په بدخشان کې ددې جنګیالیو پټنځایونه هم د چین د کورني ثبات لپاره یوه مهمه موضوع ده، نو د طالبانو په راتګ سره به چین د افغانستان سره د ډېرو پراخه او نږدې اړیکو غوښتونکی وي، ترڅو دا ډله د امریکا لاس ته ورنه شي او د چین د ملي امنیت او ثبات پرضد یې استعمال نه کړي، نو دا چې چین د پاکستان یو ستراتیژیک ملګری دی خو افغانستان سره د چین اقتصادي، ترانزیټي، سیاسي، امنیتي او هر اړخیز مشارکت او د ګټو اشتراک به هم د چین پر وړاندې د پاکستان ستراتیژیک ارزښت راکم کړي، او آن په ځینو برخو کې به افغانستان د چین لپاره د پاکستان یو غوره بدیل وي چې دا هم د پاکستان لپاره یو ناوړه حالت او پېچلې قضیه ده.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x