نړۍ

ایران: طالبان د افغان سياست او روان بحران د حل مهم لوری دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده ويلي، چې طالبان د ټول افغانستان استازولي نه شي کولای، خو دغه ډله د افغانستان د سياست او روان بحران د حل مهم لوری دی.

خطیب زاده په پلازمېنې تهران کې يوې خبرغونډې ته د وينا پر مهال ويلی، په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره اړينه ده، چې ټول سياسي ګوندونه او لوري په يوه ټول شموله حکومت کې سره شريک شي.

د خطيب زاده په باور طالبان د ټول افغانستان استازي نه دي، خو د دغه هېواد او روان بحران څخه د وتلو لپاره مهم لوری دی.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، دوی د افغانستان سياسي او پوځي وضعيت له نږدې څاري او له ټولو افغان ګوندونو سره په اړيکه کې دي.

دی وايي: «دا ډېره اړينه ده، چې د افغانستان ځمکني تماميت او د تېرو دوو لسيزو د لاسته راوړنو ساتنه وشي. د دې سربېره باوري او سنجيده بین الافغاني خبرې د افغانستان د روان بحران د حل يوازينۍ لاره ده او موږ به په دې اړه هر ډول اسانتيا رامنځته کولو لپاره مرسته کوو.»

هغه زياته کړې، چې د کابل حکومت د نسکورېدو او يا هم په دې اړه د نوو پرمختګونو په تړاو وړاندوينه نه کوي، خو په افغانستان د داعش او دغې ډلې د فعاليتونو په اړه ایران ټينګه څارنه کوي.

خطيب زاده ويلي، ایران تيار دی، چې د طالبانو سربېره د ټولو افغان ډلو تر منځ د خبرو اترو لپاره د اسانچاري په توګه کار وکړي، اوسمهال په افغانستان کې جګړو زور اخيستی، ځينې نسلونه تر فشار لاندې دي، ایران د دوی د حقونو غوښتنه کوي او د افغانستان راتلونکي په اړه بايد د دوی د حقونو درناوی وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx