افغانستان

سرچینه: په تیرو ۱۸ ساعتونو کې ۶ ولسوالۍ طالبانو نیولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): امنیتي سرچینې وايي، په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې د هېواد په شمال او ختیځ کې طالبانو د شپږو ولسوالیو مرکزونه نیولي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو له تیرې ورځې راهیسې د کندهار ولایت خاکریز، د غزني ولایت ګیرو، ګیلان، خوګیاڼو او د لوګر برکي برک ولسوالیو مرکزونه نیولي او د ولسوالیو مرکزونو کې په لسګونو عرادې ټانګونه، رینجر موټر او په سلګونه میله وسلې او په زیاته اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

په ورته مهال اوس ماښام یوې بلې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې طالبانو نن ماښام د یو توند برید پایله کې د بلخ ولایت کلدار ولسوالۍ مرکز هم ونیولو او هلته کلابند دولتي عسکر د حیرتان بندر ته تښتېدلي دي.

باید وویل شي چې طالبانو تیره ورځ هم د هېواد په مختلفو ولسوالیو کې د پنځو ولسوالیو مرکزونه ونیول او په سلګونو دولتي عسکر هم ورته تسلیم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

د کابل ادارې مفسدو چارواکو او ټولو ګوډاګیانو ته: تاسو اشغالګرو سره د ډالرو، وطن پلورنې، دین پلورنې، ځان او بالاخره ناموس پلورنې تر کچې له ذلت او خوارۍ څخه ډکه خوشخدمتي او ملګری کړې ده اما د افغان خاورې اصلی بچي طالب جان چې تاسو یې له خپلو عینکو ګوری او د هېرا منډیی پیغورونه ورکوی،، د باروتو او ځان ښیندنې په مټ پوره شل کاله اشغالګرو ته دا یو او واحد پیغام پاس کړی دی چې ددې هېواد اصلی مالکان طالبان دي،، او دا څو دله ګان مو چې درسره کرایه کړي دي ددې وطن د هېڅ پرګنې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x