
د غزني ګیلان ولسوالۍ طالبانو ونیوله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ مرکز او ورسره نور ټول دولتي تاسیسات د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د طالبانو ویاند «قاري محمد یوسف احمدي» وایي «د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات د دښمن له وجود څخه تصفیه او په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شول.»
د احمدي په خبره، د ګیلان د مرکز د نیولو تر څنګ طالبانو ته ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.
#الفتح:
تازه: د غزني ولایت ګیلان ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټول ملحقات د دښمن له وجود څخه تصفیه او په بشپړه توګه د مجاهدینو په کنترول کې شول.
خورا ډیره وسله، وسائط او مهمات د مجاهدینو لاس ته ورغلل.
احمدي— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) June 29, 2021
ځايي امنیتي چارواکي که څه هم د ګیلان د سقوط په اړه څه نه وایي، خو تر دې وړاندې ددې ولایت مقر، جغتو، قره باغ او خوګياڼي ولسوالۍ هم د طالبانو په لاس سقوط شوې دي او تېره ورځ طالبان د غزني تر دروازې رارسېدلي.
نن د غزني ښار په ځینو حوزو هم بریدونه شوي او دولتي عسکرو ته زیانونه اوښتي.