افغانستان

هلمند او بدخشان کې ۱۲۵ عسکر له ۴۵۰ میله وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): طالبانو ته د تسلیمېدونکو دولتي عسکرو په سلسله کې تازه په هلمند او بدخشان ولایتونو کې ۱۲۵ دولتي عسکر له سلګونو میله وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، چې نن مازدیګر د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ د تپې کنډک ۸۰ تنه عسکر له خپلو ټولو وسلو او مهماتو سره ورته تسلیم شوي دي.

په ورته مهال یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د ګرشک ولسوالۍ په تپه کې طالبانو ته تسلیم شوو عسکرو له ۴۰۰ میله څخه زیاته وسله او په زیاته اندازه پوځي مهمات او وسایط هم طالبانو ته سپارلي دي.

له بل پلوه دطالبانو یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د قومندان «فیض» په مشرۍ ۴۵ مسلح دولتي منسوبین ورته تسلیم شوي چې طالبانو یې هرکلی کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx