
د جرمني ځواکونو له وتلو وروسته د «مارمُل» پوځي اډه چور شوې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د جرمني ځواکونو له وتلو وروسته تیره شپه د «مارمُل» پوځي اډه چور شوې ده.
یوې امنیتي سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط رسنیو ته ویلي، چې پرون د سه شنبې په ورځ د «مارمُل» پوځي اډې څخه د جرمني پوځیانو له وتلو سره سم تیره شپه د بلخ پخواني والي عطاءمحمد نور ته وفادارو نامسئولو وسله والو له یادې اډې څخه ګڼ شمېر د مرمۍ ضد(زرېداره) هایلکس او لنډ کروزر موټر ویستلي دي.
سرچینه زیاتوي، ددې ترڅنګ د عطاء نور ملیشو د بهرنیو ځواکونو مختلف النوعه پوځي او غیر پوځي ګرانبیه تجهیزات له یادې اډې څخه تښتولي او ځینې یې آن د حیرتان بندر له لارې ازبکستان ته لیږدول شوي دي.
په بلخ کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر تراوسه په دې هکله څه ویلي نه دي؛ خو د جرمني دفاع وزارت تایید کړې چې پرون د سه شنبې په ورځ یې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر بشپړ کړی دی.
دعطا چور ټوله شتمنی او حتی دده دخپلوانو شتمنی باید په راتلونکی حکومت کی ظبط او ددوی نه یی پوښتنه وشی حتی په کابل او ولایاتو کی ټولی هغه عامه شتمنی چی چا شخصی قبضه او شهرکونه او ډنګی ماڼی یی ورباندی جوړی کړیدی ظبط او ددی ملت سرمایه چی بهرنیو هیوادو ته یی وړیده دهغو هیوادو سره تماس ونیول شی او تښتول شوی سرمایه تر اصول شی او دوی د قضایی او عدلی ارګانو تر تعقیب لاندی ونیول شی او پوښتنی او ګرزونی تری وشی
نو چا به چور کړی وی بیغیره د معلم عطا له کسانو څخه؟ د طالبانو حملی سبب د دی شوی چی حکومت مجبور شی لنډغرو تسلیم شی. غنی د پښتنو ضد غل بسم الله خان د دفاع په وزارت کی سرپرست مقرر کړ. هغه به اوس د ملت ټول حربی وسایل، او سلاح ګانی خپلو د لنډغرو لاس کی ورکوی. همدا اوس په درز سره شمالی ټلواله مسلح کیږی او په چور او چپاول باندی یی شروع کړی. طالبان باید یوه درسته منطقی لار د نجات پیدا کړی در څو اولس یو ځل بیا د قحطی، فقر او جنګ سره… نور لوستل »
دا د امریکا او شریکانو یی نژدي ملګری او د کلنو د اعتماد خلګ وه او اوس هم غواړی جمبوريت او سوټهکراسې د ښوځو حقوق په دغو اوباشان باندی ټينګ کړی۔ ازمایل شوی خلګ بیا امتحانول غټه خطا ده۔ مګر هغه معلم او ددوی معتميد خپله سور غل وو۔ نو اوس افغانانو ښه چورت ووهی که خلګ او تام قدرت په لاس کی واخلی د ملی او شخصی شتمنیو به څه حال وي۔