افغانستان

د کاپیسا د اله سای ولسوالي طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کاپیسا ولایت سیمه ییز چارواکي وايي له څو ورځو کلابندۍ او سختو نښتو وروسته د اله سای ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

د کاپیسا د ولایتي شورا رئیس محمدحسین سنجني نن د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې په ولسوالۍ کې کلابند ۱۱۵ عسکر د مرستې نه رسېدو له کبله نن له غرمې وړاندې طالبانو ته تسلیم شوي دي.

نوموړی زیاتوي، دا مهال د ولسوالۍ مرکز د طالبانو په ولکه کې دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د اله سای ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او زیاتوي چې د ولسوالۍ په مرکز کې په زیاته پیمانه وسلې او مهمات هم ددوی لاس ته ورغلي دي.

اله سای لومړۍ ولسوالي ده چې په کاپیسا ولایت کې د طالبانو لخوا نیول کیږي. طالبانو تردې وړاندې د پروان ولایت سیاه ګرد او شینوارو ولسوالۍ هم طالبانو ونیولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

نصر من الله و فتح قریب
شکر الحمد لله و ثم الحمد لله …..

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx