نظــر

یو فاتحانه پیغام !

لیکوال: عبدالرحيم (ثاقب)

د طالبانو لخوا د ولسوالیو او پوځي مراکزو د نیولو په سلسله کې د غزني ولایت تر قره باغ ولسوالۍ وروسته په یاده ولسوالۍ کې د کروسای او عسکرکوټ پوځي مرکزونه هم فتحه کړای شول.

د قره باغ ولسوالۍ د مرکز او همدې دواړو مهمو نظامي مراکزو په تصفیه کې ترټولو ښه خبر داده چې دری واړه له کومې مرګ ژوبلې پرته ونیول شول.

هغه څه چې په دې اړه پر ما باندې د لیکلو باعث شول هغه په یادو عملیاتو کې د غزني ولایت د ولسوالیو عملیاتي مسؤل مولوي محمد طاهر( مبارز) هغه غوره اخلاقي تعامل دی کوم چې یې د مقابل لوري له تسلیم شویو افرادو سره کوي.

نوموړی هر تسلیم شوی شخص ته په ډیرې خواخوږۍ ښه راغلاست وايي، د ورورولۍ غیږه ورته پرانیږي، په مینه مینه یې پرمخ ښکلوي او د وروڼو په خطاب سره هغوی ته د سر او مال د خوندیتوب ډاډ‌ ورکوي.

سبحان الله ! د دې جالبې صحنې لیدل د هر احساس لرونکي انسان له سترګو بي اختیاره اوښکې بهوي.

د محاربې په له خشونته ډکې فضا کې د مقابل لوري له تسلیم شویو افرادو سره دا ډول مثالي تعامل یقینا چې له ځان سره یو ستر فاتحانه پیغام لري.
هغه پیغام چې اوريدل او د هغې صحنې لیدل د دښمن د متباقي افرادو زړونه فتحه کوي.

ښايي جنګي لښکرې د وسلې په زور ډیر عسکر کوټونه داسې فتحه کړي چې د مقابل لوري د غلبې پر وخت به بيرته د هغوی لاسته لویږي…

خو که د دغه ډول نیک اسلامي چلند او خواخوږۍ په مټ د مقابل لوري زړونه فتح کړل شي هغوي به کله هم بیا د دښمن په صف کې دریدوته زړه ښه نه کړي.

طالبانو د دین او هیواد د دفاع په لاره کې له بهرنیو اشغالګرو سره د مقاومت سنګر ښه په میړانه فتح کړ.

اوس چې خبره د اشغال له داخلي پاتې شونو سره مواجهې ته راغونډه شوې که طالبان یې په وړاندې دا ډول مثالي چلند غوره کړي,له شکه پرته چې د زړونو د فتحې داسې تاریخې بریابه یې په نصیب وي چې د دښمن ټولې هغه دسیسې به ور باندې شنډې کړي کومې چې یې د افغان یوموټي ولس د تباهي لپاره تر شا پري ایښې دي.

د یوموټي خپلواک او په شریعت ودان هیواد په هیله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x