افغانستان

پروان کې د نامسئولو وسله والو ترمنځ نښته کې ۲ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د پروان سیمه ییز چارواکي ددې ولایت په بګرام ولسوالۍ کې د دوو نامسئولو وسله والو ګروپونو ترمنځ نښته کې لږ تر لږه د دوو تنو د وژلو خبر ورکړی دی.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال لالاشیرین رؤوفي وايي، چې دا نښته پرون د سه شنبې په روځ د بګرام ولسوالۍ په «نصرو کلا» سیمه کې رامنځته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په دغه نښته کې ۲ تنه نامسئول وسله وال وژل شوي او یو بل ټپي دی.

تراوسه ددې نښتې لامل څرګند نه دی؛ خو په دې وروستیو کې د هېواد په شمال او یو شمېر نورو ولایاتو کې د پخوانیو جنګسالارانو او قومندانانو لخوا له طالبانو سره د جګړې په پلمه زرګونه میله وسلې په ناقانونه وسله والو ویشل شوي، چې له امله یې عام خلک سخت اندېښمن دي.

دوه ورځې وړاندې د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې هم د نامسئولو وسله والو ګروپونو ترمنځ نښته کې ۳ تنه مړه او ۲ نور ټپیان شوي وو.

د ولسي جرګې وکیلانو د حکومتي چارواکو په لمسوونه د پخوانیو قومندانانو او ټوپکسالارانو لخوا د نامسئوله وسله والو ګروپونو جوړول او فعالول په هېواد کې د یوې بلې کورنۍ جګړې لپاره هڅې بلل شوي او غوښتنه کوي چې باید د قانون له چوکاټ نه دباندې مسلحو ګروپونو د مدیریت لپاره جدي ګامونه پورته شي؛ کنه بدې پایلې به له ځان سره ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx