افغانستان

کندهار کې هوايي برید ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د دولتي الوتکو هوايي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

ځايي چارواکي ددې پېښې دتایید ترڅنګ وايي، چې دا پېښه پرون د چهارشنبې په سهار پنځه بجې د پنجوايي ولسوالۍ په «ناخوني» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې په دغه هوايي برید کې د ۷ کلن فرید احمد، ۹ کلنې زرمینې، ۱۱ کلنې خدیجې، ۲۷ کلنې عاطفې او ۴۱ کلنې خالدې په ګډون ۵ ملکیان «شهیدان» شوي او د ۳ کلن دادالله، ۹ کلن خالد احمد، ۵ کلنې صدیقې، ۷ کلنې مریم، ۱۱ کلنې فرشتې او ۲۹ کلنې نوریې په ګډون ۶ تنه نور ټپيان دي.

باید وویل شي چې دولتي الوتکو په دې وروستیو کې په ملکي خلکو او عام المنفعه تأسیساتو هوايي او توپچي بریدونه زیات کړي، چې له امله یې د ملکيانو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx