افغانستان

طالبانو په بدخشان او کندز کې د خونړیو بریدونو او ګڼو پوستو د نېولو خبر ورکړ

نن ټکی آسیا(سې شنبه،د چنګاښ۳۱مه،۱۳۹۳ل): د طالبانو له لورې رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دوشنبې په ورځ یې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو له لورې طرحه شوي عملیات له ناکامۍ سره مخ کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګنده کړه، چې تېره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د جرم ولسوالۍ د آب راغک په سېمه کې د دوی د ملګرو له لورې د امنیتي عسکرو دوه حاموي موټر (ټانکونه) د چاودنو په په پایله کې له منځه یووړل شول او پکې سپاره اته تنه عسکر ځای پر ځای وژل شوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د لومړۍ پېښې په تعقیب کابو دوه ساعته وروسته د همدې ولسوالۍ په پل سوچ سېمه د پولیسو دوه نور ټانکونه د یوه کمین په ترڅ کې تخریب شول او زیاته مرګ ژوبله ور واوښته.

د ده په خبره، د دوی د یاد برید او چاودنو په پایله کې په سېمه کې د امنیتي ځواکونو له لورې پيل شوي عملیات له خنډ سره مخامخ شول او بېرته په شا ګرځېدلو ته اړ ایستل شول.

نوموړي په دې نښته کې د خپلو دوو ملګرو ټپي کېدا هم تایید کړه.

ښاغلی مجاهد همداراززیاتوي، چې په یوه بله جلا پېښه کې بیا تېره ورځ د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په آخشاخ سېمه کې د د دوی د مسلسلې وسلوالې نښتې په ترڅ کې د اربکیانو درې پوستې تخلیه شوې.

د ده په خبره، په نښته کې اربکیانو پر اوښتې مرګ ژوبلې سربېره یو رینجر او ګڼ مهمات د دوی لاس ته ورغلي.

ویل کېږي، چې په سېمه کې د اربکیانو درې واړه تخلیه شوې پوستې له نېول کېدا وروسته د سیمه یېزو خلکو په مرسته نړول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x