افغانستان

میدان وردګ: لسګونه دولتي عسکر له ۷۰۰ میله وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د میدان وردګو ولایت په سیدآباد ولسوالۍ کې د یو پوځي مرکز لسګونه عسکر له شاوخوا ۷۰۰ میله وسلو او لسګونو عرادو ټانګونو او رینجر موټرو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

دغه پوځي مرکز چې د کابل ـ کندهار پر لویه لار د سیدآباد ولسوالۍ په سلطان خیلو سیمه کې قرار لري، له څو ورځو سختو جګړو وروسته پرون مازدیګر د لسګونو عسکرو له تسلیمېدو وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د سلطان خیلو بیس کې د ۹۰ دولتي عسکرو د تسلیمۍ او ۷۵۷ میله وسلو، ۳۰ عرادې ټانګونو، ۲۰ عرادې رینجر موټر او ۱۵ کاماز موټرونو سربیره په زیاته پیمانه د پوځي تجهیزاتو د نیولو خبر ورکړی دی.

په ورته مهال یوې ځايي سرچینې بیا طالبانو ته د تسلیم شوو عسکرو شمېر ۳۰۰ تنه ښودلی، چې ۴۰ تنه په کې کمانډویان دي.

سرچینه زیاتوي، یاد پوځي مرکز وروسته له هغه طالبانو ته تسلیم شو، کله چې طالبانو په دغه پوځي مرکز له څو طرفونو څخه د درنو وسلو(ډیسي توپ، غرني هاوان) په وسیله درنه بمباري وکړه او د پوځی مرکز زیاتره څارونکي برجونه یې ونړول.

دا په روانه اونۍ کې له غزني او هلمند ولایتونو وروسته څلورم ستر پوځي مرکز دی چې ټول پرسونل یې له وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیمیږي. درې ورځې وړاندې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ ناني او د قره باغ ولسوالۍ په عسکرکوټ کې دوه ستر پوځی مرکزونه له ۶۰۰ عسکرو او ۷۰۰ میله وسلو او د هلمند ولایت ګرشک ولسوالۍ په «تپه» کې د ملي اردو غټ کنډک له ۴۵۰ میله وسلو سره طالبانو ته تسلیم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx