
کابل ښار یو ځل بیا درنې چاودنې ولړزاوه
نن ټکی آسیا(سې شنبه،د چنګاښ۳۱مه،۱۳۹۳ل): نن سهار وختې د کابل ښار قصبه سېمه یوې درنې چاودنې ولړزوله.
چاودنه په ځايي وخت د سهار په شپږ نېمو بجو را منځته شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې دا زوروره چاودنه د کابل هوایي ډګر ته څېرمه رامنځته شوه.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال ایوب سالنګي پېښه تایید کړه او دا یې يو موټر بم برید وباله.
ښاغلي سالنګي د برید له کبله د اوښتو تلفاتو پخلی وکړ؛خو د نورو زیاتو جزییاتو له ورکولو یې دم ګړۍ ډډه وکړه.
تر اوسه د پېښي د څرنګوالي او تلفاتو په باب نور معلومات نه دي ترلاسه شوي.