د نن سرلیکنه

د افغانستان په بیا ودانولو کې د نړیوالې ټولنې مسؤلیت

نن ټکی اسيا سرليکنه

له هیواد څخه د بهرنیو ځواکونو د بیرته وتلو په لړ کې تر اوسه دووهیوادونو ( جرمني او ایټالیا) رسما له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتل تائید کړي.

جرمني او ایټالیا هیوادونو د تیرې سه شنبې په ورځ په افغانستان کې خپل شل کلن ماموریت پایته رسیدلی اعلان کړ.

له جرمني او ایټالیا پرته نورو ډیری اروپايي هیوادونو خپل سر تیري په پټه له افغانستانه ایستلي دي.

د دغو هیوادونو سرتیري چې اوس په پټه اوتوره شپه کې د افغانستان له فضا ځان باسي کاشکي یې د نن ورځې محاسبه هماغه مهال کړې او شل کاله یې افغانان نه وای ځورولي.

اوس هم ښه چانس دی چې دا خبره یې درک کړه چې نور په افغانستان کې پاتي کیدل له غره سره سرجنګول دي.

خو یاد هیوادونه دا باید درک کړي چې دوی په بمونو او توپونو وران هیواد تر شا پري ایښی دی او دا ورانۍ ټولې د دوي د توپونو او بمونو په اور شوې ده.

هغه څه چې د دوي په بمونو او توپونو وران شوي د هغو د بیا جوړولو مسؤلیت هم د دوي پر غاړه دی.

لهذا یاد هیوادونه باید دا ځلي له پوځي ماموریت پرته د افغانستان په بیارغولوکې سهم واخلي …

چې ښايي د افغانستان د بیارغولو په برخه کې مالي لښګت یې ترهغو لګښتونو ډیرکم وي چې دوي په تیرو شلوکلونو کې په پوځي برخه کې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x