نړۍ

سعودي چارواکو دګلایډر الوتکي پيلوټ له مخدره مواد سره ونیوي

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۲۹) دسعودي عرب دپولي ساتونکو عسکرو تیره ورځ یوه ګلایډر الوتکه چی له عراق څخه یی پرپوله باندي دسعودي عرب په لورالوتنه کول راکښته کړه.

دسعودي عرب دکورنیو چاور وزارت له لوري پرورکړل شوی بیان کی راغلي دی چي دهیواد په شمال کی له عراق سره پرپوله باندی دسعودی عرب امنیتي ځواکونو یوه ګلایډر الوتکه راکښته کړه

، امنیتی چارواکي وایی دالوتکی له راکښتی کیدو څخه وروسته چی کله دالوتکي اودپيلوټ تلاشي واخیستل شوه، مالومه شوه چي پیلوټ ددغی الوتکي په واسطه وسعودي عرب ته مخدره مواد لیږدول.

په خبرکی راغلي دی دالوتکی له چلونکي سره دکبتاګون په نامه ۷۰۰۰ زره ګولي موندل شوی ده اودا هغه ګولي دي چی دملګرو ملتونو له لوري دمخدره موادو په لیست کاشاملي دی اوپرهرډول راکړه ورکړه او استعمال باندی یی بندیز لګیدلي دي.

دیادولو وړده چی ګلایډر الوتکي وړوکي الوتکي دي چی دتفریحي او سپورټي مقاصدو لپاره یی پیلو ټان الوزوي، پخوا په دارنګه الوتکو پر(سکیډ) یوډول مایلو تختو  باندي ناستی کولي خو اوس لکه نور الوتکي پرټایرونو باندي کښیني.

دسعودی عرب دکورنیو چارو وزیر ویاند منصورالترکی له خبري رسنیو سره دخبرو پرمهال وویل، نیول شوی الوتکه دسشنبی په ورځ سهاروختی دعراق اوسعودي پرپوله باندی الوتنه کوله چی راکوزه کړل شوی ده.

نوموړي زیاته کړه په وروستیوکی دعراق اوسعودی پرپوله باندی ددارنګه مخدره موادو دقاچاق په تور ۱۰ کسه دامنیتي چارواکوله لوري نیول شوی دي، خوداچی کوم څوک دګلایډر الوتکي په واسطه سره مخدره مواد له یوه هیواد څخه بل هیواد ته لیږدي اولني پیښه ده چي دسعودي عرب دامنیتی ارګانونو له لوري کشف اونیول کیږي.

دملګرو ملتونو په یوه خبرنامه کي راغلي چی ددارنګه ممنوعه ګولیو قاچاق اوراکړه ورکړه په منځنی ختیځ اوپه جنوبي لویدځه اسیا کی زیات لیدل کیږي اوزیات شمیر قاچاقبران تراوسه پوری په دغه سیمه کی په دغه تورنیول شوی دي، اوتراوسه دسعودی عرب امنیتي چارواکو په زرګونو دارنګه ممنوعه ګولی له مختلفو قاچاقبرانو سره یوځای نیولی دی.

سرچیني وایی دتیري ورځی پیښي چی یو قاچاقبرکوښښ کاوه دګلایډر الوتکه په واسطه سره مخدره مواد له یوه هیواد څخه یل هیواد ته انتقال کړي، سعودي چارواکي له سختی اندیښنی سره مخ کړی دي، ځکه سعودی چارواکي اندیښنه لري وایی کیدای شي دارنګه الوتکي دنورو تروریستي پيښو لپاره استعمال شي، لکه دوسلولیږدول اوهمدارنګه په سیمه کی خاص هدف په نښه کول.

ویل کیږی چي په ۲۰۰۹ کال کي سعودی چارواکو له اروپایی ټولنی سره په ګټه یو پریکړه لاسلیک کړی وه چي دسعودي عرب پرټوله پوله   باندی به د۹۰۰۰ زره کیلومټره په اوږدوالی سره امنیتي کنده اواغزن تار راګرځوي، اودغه پریکړه لیک (میکسا)په نامه سره نومول شوی وو، سرچیني وایی دغه فکر دخلیج له جګړی څخه وروسته له سعودی عرب او اروپایی ټولنی سره پیداشوی وو، ترڅو په سیمه کي دمخدره موادو اوهمدارنګ دالقاعده ډلي دوسلوالو کسانو مخه ونیسي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x