شعـــــرونه

د شهادت هيله/ نومير

فدا محمد نومير

مورې جهاد ته ځم دعا راته کړه
دعا سهار او په بيګا راته کړه

همزولي ټول وتي سنګر ته مورې
دعا دې ډيره په بيا بيا راته کړه

که سوم شهيد راپسې مه ژړېږه
د لوی څښتن دا استدعا  راته کړه

مورچل به رنګ کړمه د ځان په وينو
ها د شهيد بابا وينا راته کړه

پر قبر مې و دروه سپينه جنډه
د عفوې، بخښې تمنا راته کړه

چې د غليم په وړاندې نيغ و ولاړ
هغه قيصه مې د لالا راته کړه

ځمه کاروان دی د ملګرو روان
د نصرت، فتحې يو دعا راته کړه

که ژوندی راغلمه قيصې به کړمه
مورې دعاوې د بريا راته کړه

څو  کړو قايم  د الله حکم دلته
مورې بس بس دومره دعا راته کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x