نظــر

له بګرامه تیښته او زبون وهلی قلم

قاري عبدالستار سعید

د امریکایي یرغل د شکست شیبې دي. ځان او یاران راته وایي چې دا تاریخي شیبې باید ټکي په ټکي ثبت او په  مسلسلو لیکنو بدرګه شي. خو زه د احساساتو تر داسې هجوم لاندې یم چې له غرېوه مې د تعبیر ژبه او قلم دواړه ګونګي دي.

رښتیا، زه به څه ولیکم، څه ولیکلای شم، له کومه به یې پيل کړم او په کومه به یې پای ته ورسوم. تېر شل کلن انقلاب زما د همځولي نسل د سترګو په وړاندې تېر شو، چې په ټول روح او بدن مو لمس کړ، له هغې ورځې چې ټوله نړۍ د جورج بوش په مشرۍ زموږ په وطن راوغورځېده. د شل قسمه لښکرو او پوځونو چیغه راووته، د نړۍ له لر او بر نه، هر ګبر و ترسا، شین سترګي، تورپوستي، سورغاړي او ډول ډول ټوپکیان زموږ په پوټلنو کوڅو را ایله شول. د باروتو توپان او د تبلیغاتو سونامي راوالوته. دا وخت زما وطن د کفر وهلې نړۍ په منځ کې هغې جزیرې ته پاته کیده، چې کله ورته طبیعت په قهر شي او له هر خوا پرې خونړۍ څپې راپورته شي.

خو د نور د دغې جزیرې ( افغانستان) کمرونه ډیر کلک او پرښې خورا مضبوطې وي. له څلورو خواوو را الوتې خونړۍ څپې چې شور او ځوږ یې ډیر لوړ و، مخکې ولاړو کمرونو ورسره د سر جنګولو هنر کرار کرار  زده کړ. دا مقابله هغه څه و چې د معاصر علم او عقل په هیڅ قالب کې نه ځایېده. هو کې، د دې نا انډوله مقابلې خښته یوازې او یوازې  د ( ایمان) پر بنسټ ایښې وه او بس.

د نن تازه خبر دی چې امریکایان له خپلې وروستۍ او مهمې اډې بګرام نه هم ووتل او ډیر ژر به خپل وروستی عسکر هم له افغانستانه وباسي. د دې خبر له لوست وروسته چې کله ناخودګاه شاته تکیه ولګوم، سترګې پټې کړم او د تیر شل کلن جهاد په لوړو ژورو د ذهن نیلی وځغلوم، له هرې خوا دومره خاطرې، یادونه، حماسې، غمیزې او بیلابیلې صحنې راته سترکګونه وهي لکه سړی چې په تپه تیاره کې له ستورو ډک کهکشان ته ګوري.

کله مې شهید ملګری احمد شاه مبارز ذهن ته راشي، چې د جهاد په لومړیو کلونو کې یې مخفي مبارزه کوله. یوه ورځ خپل مشر ورور ورکینولی و او بیا یې ورته ویلي و چې احمد شاه جانه! دا مخامخ غر ( سلیمان غر) وینې؟ ده ورته ویلي و: هو لالا وینم یې.

ــ څنګه درته ښکاري؟ لوی دی که کوچنی.

ــ نه لالا ډير لوړ دی، هغه دی د چا خبره سر یې اسمان ته رسیږي.

ــ نو اوس که ته لګیا شې او خپل سر له دې غره سره جنګوې، نو غره ته به تاوان ورسوې او که به دې سر مات شي؟

ــ معلومه خبره ده، چې سر مې ماتیږي.

ــ نو وروره! خبره مې دا کوله چې ستا په پټو کارونو خبر شوی یم، د ورورۍ نصیحت مې درته کاوه، چې امریکا لکه دغه غر دومره لویه بلا ده. اوس که ته ورسره سر جنګوې په امریکا هیڅ نه شې کولای، یوازې به خپل سر مات کړې.

زه چې اوس تصور کوم چې د مشر ورور له دې آمرانه توصیې وروسته به د هغه غیرتي طالب فیلینګ څه و؟ څه ځواب به یې ورکړی وي، په زړه کې به یې څه تېر شوي وي او د عقل او عقیدې دې لانجمنه معضلې ته به څنګه  په مناسب دلیل پسې لالهاند و، نو  د یادونو په دې بیروبار کې دا صحنه رانه الونیا او د شهید احمد شاه د سنګر ملګری شاه فیصل را یاد شي.

شاه فیصل د پکتیا د یوې مالدارې او شتمنې کورنۍ غړی و چې د پاکستان په فیصل اباد کې یې د هجرت ژوند کاوه، هغه به هر سهار په پتلون او دریشي کې انګلیسي ژبي سکول ته تلو او په لسم صنف کې و. دا وخت نوموړی تصادفا د نسیم حجازي په تاریخي ناولونو پیښیږي. دغه کتابونه د اسلام او امت درد ور تزریقوي او د جهاد جذبه یې راویښيږي. خو له یوې خوا یې کورنۍ داسې ده چې د جهاد له موضوع سره نابلده ده. بله دا چې دی خپله له هیچا سره شناخت نه لري، افغانستان یې په ژوند نه دی لیدلی او جهاد ته د تګ لپاره د لارې خرچه هم نه لري. شاه فیصل له هغو پیسو سپما پیلوي چې کورنۍ یې هره ورځ ښوونځي ته د تګ د کرایې او هلته د څه خوراک لپاره ورکوي. شاه فیصل میاشتې میاشتې ښوونځي ته پیاده مزل وهي، هلته خوراک نه کوي، تر څو جهاد ته د تګ لپاره پیسې وسپموي. بالاخره شاه فیصل د جهاد په نیت افغانستان راځي او عملا د جهاد برخوال کیږي. د شاه فیصل عقیده دومره رڼه او محکمه ده چې یوه ورځ د دښمن له پوستو د تیریدو په مهال ورباندې نور ملګري ټینګار کوي چې باید د احتیاط په خاطر په اوږده لاره تاو شو. خو دی وایي: تاسو راځئ  ما په حدیث شریف کې داسې دعا لیدلې چې په دښمن یې ووایې، دښمن بالکل په سترګو ړندیږي، هغه دعا پرې وایو او مخامخ په پوسته ورځو. مکتبي شاه فیصل خپل ستومانه روح د پکتیا، کندهار، روزګان او نورو بیلابیلو ولایاتو په سنګرونو وګرځاوه، بالاخره یې د شهادت نصیب د هندوکش بل اړخ ته بغلان کې شوی و.

د خاطراتو د کهکشان هر اړخ له همداسې نوادرو ډک دی. مطلب دا چې د بګرام له اډې نه د امریکایانو وتل کوم مفت انکشاف او معمولي خبر نه دی. د دې خبر تر شا د یوه نسل د قربانیو هغه عظیم داستان پروت دی چې زما قلم یې د تعبیر په وړاندې معذور وبولئ.

ځینې صحنې داسې وي چې لیدل کیدای او حس کیدای شي اما تعبیر یې نه کیږي. زه د شهید عکرمه ( مستعار نوم) هغه د وچو شونډو، تښتیدلي رنګ او راډکو سترګو غریو نیولی حالت څرنګه تعبیر کړای شم چې په لومړیو کلونو کې د جهاد په جرم(!) خپلو وروڼو او مور و پلار له کوره شړلی و. ډیر وخت کور ته نه و تللی، یوه ورځ یې تصادفا په یوه نرۍ لار پلار په مخه ورغلی و. یوې خوا ته د نسبي قرابت او خواخوږۍ احساس بل اړخ ته له پلاره ډار نوموړی په دوه کې حیران کړی و، چې څرنګه وکړي. بالاخره یې په ډک زړه له خپل پلاره لار چپه کړې وه چې دا داغ یې تر شهادته په زړه ګرځاوه.

زه به د هغه طالب حالت څنګه تصویر کړای شم، چې  کور یې کومې پوستې ته نږدې و او ډیر وخت کور ته نه دی تللی، بل وخت له خپل کور لرې په جهادي سیمه کې له نورو مجاهدینو سره د سهار چای لپاره یوه کور ته ورځي. له چای خوړلو وروسته چې نور مجاهدین وځي، کوربه ورته وایي، چې ته کینه مه وځه. دی په میلمه ځای کې یوازې پاته کیږي. شیبه وروسته د کور له خوا یوه ښځه میلمه ځای ته راننوځي. مجاهد وارخطا کیږي چې دا څه کیسه شوه. خو چې ښځه مخ لوڅوي، ګوري چې سکنۍ خور یې ده چې په همدې کور کې واده شوې، خو دی پرې خبر لا نه دی. ورور او خور د ژړا او سلګیو په بدرګه یوه بل ته ور له غاړې وځي.

یوازې الله تعالی پوهیږي، چې د دې عصر مجاهدینو څرنګه په حبل الله د اعتصام لپاره هر څه هیر کړل. حتی هغه انساني عواطف او د نسبي خپلوۍ پاللو فطري غریزې یې هم په شا ټېل وهلې، کومې چې د انسان په خټه کې اغږل شوې او هیرول یې د هر چا د وس کار نه دی.

زما قلم د غزني د شهید قاري نصیر او شهید قاري نعیم د هغې قربانۍ له تفسیر څخه عاجزه دی، چې د اوریدو له قراره د جهاد لپاره د وسلو موندلو لپار یې شخصي ځمکه او د انګورو باغ خرڅ کړي وو او بیا یې د امریکایانو د وژلو لپاره پرې مجاهدینو ته وسلې رانیولې وې.

د کندز والي شهید ملا عبدالسلام چې یوه ملګري یې ویل، یوه ورځ مو د انفجاري موادو جوړولو لپاره زهري ماده پوټاشیم میدول، کوم شی نه و چې په ځمکه یې ورته ویړ کړو، ملا سلام د خپل کور د سترخوان راویوست او موږ ورباندې زهرجن پوټاشیم میده کړل.  د توغندیو مخترع شهید حافظ صاحب چې ډیر وخت یې توغندي په خپل کور کې د خپلې میرمنې او ماشومانو په مرسته جوړول. دغسې ځان او عیال قربانۍ ته ورکول، د ایمان او عزم  هغه هسکه سطحه ده چې زما قلم له ور رسیدلو او تاسو ته یې له حکایت څخه عاجز دی.

نو ځکه مې قلم مخلصانه اعتراف کوي چې ومې بښئ، زه معذور یم او په لومړي ځل احساسوم چې زبون مې وهل شوی دی.

فرهاد را چو بر رخ شیرین نظر فتاد

دودش به سر درآمد و از پای درفتاد

مجنون ز جام طلعت لیلی چو مست شد

فارغ ز مادر و پدر و سیم و زر فتاد

زین گونه صد هزار کس از پیر و از جوان

مست از شراب عشق چو من بی‌خبر فتاد

سعدی ز خلق چند نهان راز دل کنی

چون ماجرای عشق تو یک یک به درفتاد

 

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

په علم او قلم دی برکت شه قاری صیب، ډیره دردونکی او حیرانونکی قیصه دی وکړه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx