افغانستان

طالبان: له بګرامه د امریکايانو په وتلو سره پر بندیانو برق او اوبه بندې شوې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱چنګاښ، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکايي عسکر له دوو لسیزو حضور وروسته په افغانستان کې له تر ټولو ستري پوځي اډې «بګرام» څخه وتلي دي، طالبان وایي، هغوی خپل برقي وسایل له ځانه سره وړي دي او پر بندیانو یې برق او اوبه بندي کړي دي، چې له امله یې یاد زندان کې ګڼې ستونزې راپورته شوې دي.

د طالبانو اړوند د بندیانو د تنظیم او خلاصون چارو کمېسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې امریکایي عسکرو د برقي وسایلو په وړلو سره په زندانیانو اوبه او برېښنا بنده کړې چې له امله یې «ټول بندیان په تیمامه اودسونه کوي او هم په تشنابونو کي د کانالیزاسیون سیستم خراب شوی، چي دا د بندیانو د ناروغۍ او د ماحول د مکروبي کیدو سبب کیدلای شي.»

په اعلامیه کې د بشري حقونو پر بنسټونو غږ شوی چې د بندیانو د حقونو د ساتنې لپاره غږ پورته کړي او ددې تر څنګ ټینګار شوی، چې بندیان باید له بګرام څخه د څرخي پله مرکزي زندان او یا هم د اړوندو ولایتونو بند خونو ته یووړل شي.

د اعلامیې له مخې، بګرام کې د برېښنا او اوبو د سیسټم د ژر رغېدو نښې نه تر سترګو کېږي؛ نو بشري بنسټونو ته ښايي، چې دې موضوع ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بندیان داسې مهال د اوبو او برېښنا له نشتون سره مخ کېږي، چې په بګرام کې مېشت امریکایي ځواکونه تېره شپه له کومو رسمي تشریفاتو پرته له یادې پوځي اډې په بشپړ ډول ووتل او واک یې کابل حکومت ته وسپاره.

په دې زندان کې زرګونه طالب او نور سیاسي بندیان شته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx