افغانستان

تیره شپه او ورځ کې طالبانو د ۶ ولسوالیو مرکزونه نیولي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): سرچینې وايي، طالبانو په تیرې یوې شپې او ورځې کې د کاپیسا، بدخشان او کندهار ولایتونو کې د ۶ ولسوالیو مرکزونه نیولي او یو شمېر نورې یې تر سختې کلابندې راوستلي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې طالبانو تیره ورځ د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ مرکز نیولی او دا مهال د کابل ولایت کوه صافي ولسوالۍ مرکز یې خپل جنګیالي راچاپیره کړي دي.

له بل پلوه د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ ولسوال عبدالرحمن زرمتي تیر ماښام شمشاد تلویزیون ته ویلي، چې له ۵۰ ورځو سختې محاصرې وروسته یې د ولسوالۍ مرکز خوشې کړی او له خپلو ځانګړو ساتونکو سره د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ښار ته تښتېدلی دی.

د نوموړي په خبره اوس هم د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ملي اردو کمپ کې یو شمېر عسکر کلابند دي او طالبانو سره جګړه کوي.

په ورته مهال سرچینې وايي چې نن د جمعې په ورځ د بدخشان ولایت تیشکان او تګاب ولسوالۍ او همدا لږه شېبه وړاندې د کشم ولسوالۍ مرکزونه هم طالبانو نیولي دي.

له بدخشان څخه لرې د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ مرکز هم نن د جمعې په ورځ وروسته له هغه طالبانو ونیوله چې ۸۰ تنه عسکر طالبانو ته تسلیم شول.

دا په تیرو څلرویشتو ساعتونو کې شپږمه ولسوالي ده چې د طالبانو لخوا نیول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طالبان په نا شعوری کی امریکی ته خدمت کوی. په والله که خو ټول وطن ونیسی. امریکان دومره لوده ندی لکه##. دیری ځایونه طالبانو ته په قصدی او عمدی ډول سره پریښودل کیږی تر هغو چی شمالی ټلواله ټوله منسجمه شی او وطن تجزی ته برابر کړی. بیا دی طالبان په جنوب لویدیځی حوزې باندی حکومت کوی او کابل دی شمالی افغانستان سره په بشپړه توګه د امریکی په خدمت کی وی. طالب به د پنجاب غلام پاتی کیږی او له هری خوا څخه به ټکول کیږی په نوم د ترهګر، قاچاقبر، د مخدره موادو کار و باران او داسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx