افغانستان

دولتي الوتکو په فراه کې یو جومات بمبار کړی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ چنګاښ، ۱۴۰۰ل): د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ دولتي الوتکو په بمبار کې یو جامع جومات بمبار کړی دی.

د سیمې خلک وايي، دولتي جنګي هلیکوپتر الوتکو تیره شپه ۱۲ بجې د فراه رود ولسوالۍ بازار جامع جومات باندې درنه بمباري کړې، چې له امله یې د جومات تعمیر ته سخت زیان رسېدلی دی.

له فراه رود څخه په یو بل خبر کې ویل شوي، چې تیره ورځ دولتي ځواکونو د ولسوالۍ مرکز اړوند نواباد ، تودنک ، عبدالله خیلو، میانجنو، لوکوڅه ، زاړه کلینک اوتپه سادات کلیو باندې د ډیسي توپونو او نورو درنو وسلو بریدونه کړي، چې له امله یې ۳ دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه اووښتي دي.

باید وویل شي چې د دولتي الوتکو په دې وروستیو کې د هېواد په لویدیځو ولایاتو کې هوايي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ولسي تلفاتو کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

دا بیخي وچ شرم دی چي دا د کابل ادارې مچان او غوماشي په افغانستان کي د اسلام، پښتو او ولسي اقتدار د حاکمیت په لاره کي خنډونه پیښوي. دا بزبزکي خو په ډیرو عادي دفع هواوو باندي راغورزول کیدای سي چي هغه وسلې پاکستان هم لري، چین یې هم لري، روسان یې هم لري. که نور څه نه وي د یوکراین او آزربایجان څخه دي یې رانیسي. چي پر روسانو غوړ لاس تیر کړي شاید مفتي یې ورکړي. که تحریک خپله بودیجه نه ورته لري، د مسجدونو څخه دي هره هفته یوه یوه افغانۍ د هر مقتدي پر سر… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx